لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده حملو خطر، امریکا ٢٠ سفارتخانې تړلې


د اتوار په ورځ د امریکا بندیدونکې سفارتخانې زیاتره په مسلمان ملکونو کې وي چې پکې عراق، لیبیا او یمن شامل دي. چارواکو ویلي د سفارتخانو د بندیز فیصلې ته بیا کتنه به د حالاتو جاج اخستو نه ورستو کولی شي
د اتوار په ورځ د امریکا بندیدونکې سفارتخانې زیاتره په مسلمان ملکونو کې وي چې پکې عراق، لیبیا او یمن شامل دي. چارواکو ویلي د سفارتخانو د بندیز فیصلې ته بیا کتنه به د حالاتو جاج اخستو نه ورستو کولی شي
د القاعده د حملو د خطر له امله امریکا د اتوار په ورځ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې خپلې ٢٠ سفارتخانې تړلې دي او خپل شهریان يي د هیواد نه بهر د سفر په حکله خبردار کړې دي.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ لخوا د ممکنه حملو په حکله خبرداري کې ویل شوي په امریکائي سفارتخانو د حملو خطر په خصوصي توگه منځني ختیز او شمالي افریقه کې زیات دی.
خارجه وزارت ویلي القاعده او دالقاعدې سره تړلې ډلې د اوس نه واخلې تر د اگست د میاشت اخره پورې حملې کولی شي چې د عرب د سېمې نه رامنځته کیدی شي.
د امریکې په سفارتخانو د ممکنه حمله په مسله د غور د پاره د خالي په ورځ سپینه ماڼۍ کې د لوړ رتبه چارواکو غونډه وشوه چې پکې د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکارې سوزن رائس، د امریکې خارجه وزیر جان کیري، ددفاع وزیر چک هیگل او د امریکې د قامي سلامتیه وزیرې جینیټ نپالیټانو، د سې ايي ای، ایف بې ايي او د نیشنل سکیورټي ایجنسۍ مشرانو شرکت وکړو.
په عین حال کې انټر پول ویلي په امریکائي سفارتخانو د ممکنه حملو خطر په ورستیو کې عراق، لیبیا او پاکستان کې د قیدخانو نه د وسله والو ازادیدو سره تړلی دی.
انټر پول ویلي القاعده د زندانونو په ماتولو کې لاس لري چې په نتیجه کې يي په سلگونو ترهگر او نور مجرمان تښتیدلې دي.
برطانيي او جرمني ویلي یمن کې به د اتوار او گل په ورځ د امنیت کلک انتظام په لړ کې خپلې سفارتخانې بندوي.
د اتوار په ورځ د امریکا بندیدونکې سفارتخانې زیاتره په مسلمان ملکونو کې وي چې پکې عراق، لیبیا او یمن شامل دي. چارواکو ویلي د سفارتخانو د بندیز فیصلې ته بیا کتنه به د حالاتو جاج اخستو نه ورستو کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG