لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په الاباما ریاست کې په طوفاني بارانونو کې ٢٢ کسان مړه شوي


د موسم قامي ادارې نېشنل وېدر سرویسز د الاباما، جورجیا، فلورېډا او ساوت کېرولاینا ریاستونو کې د یو شمېر بوربوړکیو خبرداری کړی و
د موسم قامي ادارې نېشنل وېدر سرویسز د الاباما، جورجیا، فلورېډا او ساوت کېرولاینا ریاستونو کې د یو شمېر بوربوړکیو خبرداری کړی و

د امریکې په جنوبي الاباما ریاست د سختو بارانو او د طوفاني بوړ بوړکیو له امله لږ تر لږه ٢٢ تنان مړه شوې دي او امدادي کارکونکو ویره څرگنده کړې چې د مړو شمېره زیاتېدی هم شي.

ریټا سمت چې د حکومتي امدادي ادارې ترجمانه ده وویل د بوړ بوړکیو وروسته ١٥٠ امدادي کارکونکو د امدادی هلو ځلو په مهال او د زیان منو کورونو او نورو ودانیو لټون پېل کړو چې ژوندې خلکو ته طبې او نور امداد ور ورسوي.

سختو بارانو او طوفان د الاباما مرکزي ښار منټگمري نه ٩٥ کلومېټره لرې بورېگارډ کلې ووهلو.

د لي کاونټي د پولیسو مشر جی جانز وویل دا مهال چې امدادی کارکونکي د وران شویو کورونو او ودانیو ملبه لټوي د مړو شمیره نوره هم زیاتېدی شي.

د موسم قامي ادارې نېشنل وېدر سرویسز د الاباما، جورجیا، فلورېډا او ساوت کېرولاینا ریاستونو کې د یو شمېر بوربوړکیو خبرداری کړی و.

د الاباما گورنر کي اېوي د بېړني حالاتو اعلان کړی دی او د سخت موسم دلاسه زیان من شویو علاقو سره یې په سمدستي ډول د امداد ژمنه کړې ده. هغه په طوفان کې د مړه شویو خلکو خپلو خپلوانو سره غمرازي هم وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG