په اېمزان اخیستل شوي شیان خلکو ته د هوا د لارې د رسوولو د اېمزان خوب حقیقت کې بدلیدو ته نژدې شوی دی.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د امریکې د هوابازۍ ادارې فېډرل اېوي ایشن اېډمنسټرېشن د ګل، دوشنبې، په ورځ اېمزان ته اجازت ورکړو چې د ډرون یا د بې پایلټه هوايي جهازونو دلارې دخلکو کورونو ته پېکتونه یا کڅوړې رسولی شي.
اېمزان د اېف ای ای اجازت اهم ګام وبللو او ویې وېل لا اوس هم د ډرون ازموینې کوي. دا لا نه ده معلومه چې دغه انلاین بازار په کله خریدارونو ته د ډرون په زریعه د سوداګانو رسد په رسمي ډول شروع کړي.
اېمزان د تېرو څو کلونو راهسې د ډرون دلارې خلکو ته د اخیستل شویو شیانو رسوولو په منصوبه کار کوي. د اېمزان باني او مشر جېف بېزوس په ۲۰۱۳ کې په ټېلې وژن یوه مرکه کې ویلي وو چې په اینده پنځو کلونو کې به اېمزان د ډورن په زریعه خلکو ته سوداګانې رسوول شروع کړي.
تېرکال اېمزان د بجلۍ هغه ډرون ښکاره کړل چې تر پنځو پونډو پورې پېټې په ۳۰ منټه کې د خریدارانو کورونه ته د وړلو صلاحیت لري.
اېسوسي اېتېډ پرېس وویل د اېمزان نه علاوه اېف ای ای تېر کال ګوګل او سامان وړونکي کمپنۍ یو پي اېس ته هم د ډرون په زریعه د سامانونو د ترسیل اجازت ورکړی دی.