پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم د وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي، په دوه اړخيزه اړيکو او يو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ويلي، "ډونلډ بلوم د وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي، د سيمې د امنیت، اقتصادي اصلاحاتو، بيان د ازادۍ، د چاپيريال پانګونې، د امریکې او پاکستان د ګرين الاينس په ګډون یې ورسره د شريکو ګټو او يو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړي دي".
اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي، په ليدنه کې د امريکې سفير د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د دوامداره د اصلاحاتو په برخه کې د مرستې او پاکستان کې د جمهوریت او ازاد مطبوعاتو د کليدي رول دپاره د امریکې د ملاتړ ويلي دي.
د امریکايي سفير ډونلډ بلوم د شهباز شريف وزيراعظم منتخب کېدو نه پس دا لومړی ملاقات دی.
په ليدنه کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او امریکې ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو په موجوده صورتحال د اطمينان څرګندونه کړې او دواړو ملکونو ترمنځ یې د تجارت، پانګونې، توانايۍ، صحت، دفاع، تعليم، کرکيلي او موسمي بدلون په شعبو کې یې د موجوده مثبت رفتار دوامداره ساتلو ټينګار کړی دی.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر ویلي، شهباز شریف د امریکې د سفير سره په ليدنه کې ویلي، حکومت به یې د اقتصاد باثباته کولو او بهر ملکي پانګونو راوستلو دپاره مېکرو اصلاحاتو پله پاملرنه کوي.
ويل شوي، شهباز شريف په دغه لړ کې د خصوصي پانګونې د سهولت کونسل (اېس آی اېف سي) په کردار رڼا اچولې، کوم چې د خبر ترمخه، پاکستان کې په ترجيحي شعبو کې د غېر ملکي پانګونو تېزولو دپاره جوړ کړل شوی دی.
د خبر ترمخه، په ليدنه کې د دوه اړخيزه او سيمې د اهميت په يو لړ امورو خبرې اترې شوي، چې پکې د غزه او بحېره احمر په حالاتو او افغانستان کې روان پرمختګ باندې بحث شوی دی.
ویل شوي، شهباز شريف د ډونلډ بلوم سره د ډاکټر عافيه صدیقې په معامله هم خبرې کړي دي.
په خبر کې زياته کړل شوې، د امريکې سفير، شهباز شريف ته په دویم ځل د پاکستان په وزيراعظم منتخب کېدو اومبارکي ويلې او زياته کړې یې ده، امريکا، پاکستان يو مهم همکار ګڼي، او د دواړه هېوادونوترمنځ د پياوړو اړيکو جوړولو دپاره د پاکستان د حکومت سره په ګډه کار کوي.
Forum