لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا په نوې پاليسۍ کې د اوبو خونديتوب ته لمړيتوب ورکول اعلان کړل


د امریکې نایب صدر کاملاهېرېس

د امريکا نایبې ولسمشرې کامله هيرېس د شورو لا چهارشنبې په ورځ د وايټ هاوس ايکشن پلان ان ګلوبل واټر سيکيورټي پاليسي اعلان کړی چې پکې ويل شوي د اوبو او ملکي سلامتيا د يو بل سره نېغ په نېغه تعلق دی ځکه يې د خارجه پاليسۍ په لمړيتوبونو کې حسابوي.

اغلې هيرېس د اعلان په وخت دا هم وويل نزدې نيمه نړۍ ابادي به د کال 2030 پورې د خپلو اوبو پوره کولو د ستونزو سره مخ شي او د خوراک، اقتصاد او صحت عامه نيشتوالی به بد امني او په لويه کچه کډوالي رامنځ ته کړي چې دا به په نړۍ کې د امريکا په ګټو ژور تاثير وکړي.

هغه وايي “د اوبو کمی به نړۍ د بدامنۍ سره مخ کړي. د هېوادونو او خلکو تر منځ د لږو ډېرو موجودو اوبو په سر ممکن ده په اوږدو کې وسله وال جنګونه وشي”.

کارپوهان وايي د نړۍ ابادي ورځ تر بله سېوا کيږي او د ماحولياتو د بدلون په ترڅ کې بارانونه کميږي او غټه وچکالي جوړيږي چې د کبله يې د اوبو په سر شخړې په ډېرېدو دي.

د پيسپيک انسټيټيوټ د شمارو تر مخه په تېر درې کاله کې په نړۍ کې د اوبو په سر نزدې 200 اينښتې شوي.

د يادې ادارې چارواکی پيټر ګليک وايي “د روس او اوکرين تر منځ جنګ چې په کال 2014 کې ډېر تېز شوی و او بيا په نزديو کې يو ځل بيا د روس د يرغل سره سېوا شوی پکې د اوبو زخيرې په نخښه شوي چې د اولسونو خلاف يې د وسلې په توګه کارولي”.

د بايډن حکومت يو چارواکي وي او ای ته ويلي د حکومت ايکشن پلان په دې معنا دی چې په نړيواله کچه د اوبو کمي ته پام وګرځوي او زياته يې کړه دا ډېره ضروري ده چې د هغه مسلې د پاره رامخکې شو چې تل د پامه غوځول شوې ده.

د امريکا د حکومت د هول اف ګورنمنټ ګلوبل واټر پاليسي په نوم کوښښ دی چې د نړۍ په کچه اوبه خوندي کړي او د دې په اړه معلومات هر څلور کاله پس بيا تازه کيږي. د دې کال تر اخره به نوي معلومات شريک کړل شي چې پکې د 17 نه زياتې ادارې همکاري کوي.

د ګلوبل پلان درې غټې نقطې دي چې وړومبی اوبو ته په نړيواله کچه په مناسبه توګه لاس رسی وي، دويم د نکاسۍ او پاکوالي سره سره د اوبو زېرمو د ساتلو موثر انتظام وي او دريم يو داسې ګڼ اړخيز عمل کول دي چې د اوبو د کمي په اړه کار وکړي.

د دې مطلب به دا شي چې امريکايي سفيران به کوټلي ګامونه اخلي چې څنګه د اوبو ساتنه ترقياتي پروګرامونو او انفراسټرکچر جوړولو ته واړوي چې پکې په نړيواله کچه د همکارۍ کوښښونه هم شامل دي.

د امريکا د خارجه چارو د وزارت د اوبو د پاره پخوانی چارواکی او د شمالي کيرولاينه پوهنتون د اوبو څانګې اوسنی مشر ارون سالزبرګ وايي “د اوبو په اړه د امريکا يوه فراخه نظام به هېواد د دې جوګه کړي د خلکو د اوبو ستونزه په ښه طريقه حل کړي”.

خو هغه وايي البته دا ګام يو تکراري عمل دی د روانو چارو تسلسل دی او نوي پکې کوم بنيادي بدلونونه نشته او دا هغه څه دي چې امريکا يې د وړاندې نه کوي.
هغه وي او ای ته وويل “ښکاره ده کوم نوي اهداف پکې نشته خو بيا هم که ډېر زور په بهر کې د امريکا د ټېکنالوجي په شريکولو ورکړل شي دا به د نورو هېوادونو حالات بدل کړي”.

سالزبرګ وويل د مزکې د څار ټېکنالوجي ډېره په تېزۍ سره بدليږي ولې امريکا کولی شي د نورو هېوادونو سره د تحقيق، د موسم حال او د خپلو اوبو په اړه ورسره معلومات شريک کړي چې د خپلو اوبو په اړه پامتدار وي”.

هغه وايي “دا د يو هېواد د پاره چې غواړي خپلې اوبه خوندي کړي ډېر مهم ګام دی چې د ماحولياتو د بدلون د اثراتو مقابله وکړي”.

د اعلان په موقع کامله هيرېس دا هم وويل چې د اوبو کمی د ښځو او جينکو په مختګ هم اغېزمن کوي “ځکه چې په نړۍ کې د اوبو په راوړلو د ښځو او جينکو په ورځ کې 200 ميلين ساعته مصرف کيږي”.

XS
SM
MD
LG