لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د کرونا وایرس په ضد لومړی وېکسین د استعمال دپاره منظور کړو


د امریکې د خوراک او دوایانو د منظورۍ وزارت یا فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسېټرېشن د فایرز او بایو اېن ټېک وېکسین د کرونا وایرس خلاف په قوي ډول مظبوط تحفظ بللی دی
د امریکې د خوراک او دوایانو د منظورۍ وزارت یا فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسېټرېشن د فایرز او بایو اېن ټېک وېکسین د کرونا وایرس خلاف په قوي ډول مظبوط تحفظ بللی دی

امریکې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس په ضد لومړی وېکسین د استعمال دپاره منظور کړو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د فوډ اېنډ درګ اېدمنسېټریشن د منظورۍ نه پس په اینده څو ورځو کې به د امریکې فایزر او د جرمني بایواېن ټېک نومې کمپنو په اشتراک تیار شوی وېکسین د صحت کارکوونکو او د زیات عمر کسانو په مرکزونو کې میشته خلکو ته ورکول شروع شي.

ای پي وايي وېکسین په بیړني حال کې منظور کړی شوی دی او د کرونا وایرس په ضد کافي موثر موندل شوی دی.

د امریکې د خوراک او دوایانو د منظورۍ وزارت یا فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسېټرېشن د فایرز او بایو اېن ټېک وېکسین د کرونا وایرس خلاف په قوي ډول مظبوط تحفظ بللی دی.

په امریکا د کرونا وایرس نه ۳۰۰۰۰۰ کسان او په نړیواله کچه ترې یو اشاریه پنځه مېلین کسان مړه شوي دي.

د امریکې نه وړاندې برطانيي د کرونا وایرس د وېکسین استعمال شروع کړی دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د طبي کارکوونکو او د زیات عمر خلکو نه پس د عام استعمال دپاره به وېکسین د پسرلي د موسم پورې ترلاسه کېدلی شي .

په عین حال کې ماهرین وايي خلک باید د ماسک استعمال او نور احتیاطي ګامونه پرځای وساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG