لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب لیگ: ملگري ملتونه به اماده کوو چې فلسطیني ریاست ومني


مشرقي یروشلم اسرائیل د ١٩٦٧ په جنگ کې د اردن نه ونیولو. د نړۍ زیاتره هیوادونه مشرقي یروشلم مقبوضه علاقه گڼي او وايي د ښار ددغه برخې فیصله به اسرائیلیانو او فلسطینیانو په مذاکراتو کې کولی شي
مشرقي یروشلم اسرائیل د ١٩٦٧ په جنگ کې د اردن نه ونیولو. د نړۍ زیاتره هیوادونه مشرقي یروشلم مقبوضه علاقه گڼي او وايي د ښار ددغه برخې فیصله به اسرائیلیانو او فلسطینیانو په مذاکراتو کې کولی شي

د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي ویلي عرب هیوادونه به زر سفارتي کوښښونه شروع کوي چې ملگري ملتونه اماده کړي چې د مشرقي یروشلم په پایتخت فلسطیني ریاست ومني.

د شپږ عرب هیوادونو خارجه وزیرانو په عمان، اردن، کې د خالي، شنبې، په ورځ غونډه وکړه چې د عرب لیگ غړو هیوادونو په فېصلو عملي کار پیل کړي.

د ډسمبر په میاشت کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ اعلان وکړو چې امریکا به یرشلم د اسرائیل د پایتخت په توگه تسلیموي. ددې اعلان ورسته عرب لیگ هیوادونو ویلي وو چې د امریکايي صدر د فېصلې پرضد به اقدامات کوي.

په قاهره کې د عرب لیگ د یوې بیړنۍ غونډې په موقع د مصر، مراکش، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او د فلسطینیانو په شمول یوه کمیټي جوړه شوه. عرب لیگ وویل د صدر ټرمپ د اقدام په ځواب کې به تشدد راوپاریږي او د امریکايي صدر اعلان "د نړي وال قانون خطرناکه خلاف ورزي ده" چې څه قانوني حثیت نه لري.

ښاغلي الصفدي وویل کمیټي به دا میاشت د ټولو عرب لیگ هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډې ته د سفارشاتو یو فهرست وړاندې کوي.

"مونږ به د (ملگروملتونو) د قرارداد، د یو نړي وال قرارداد، دلارې د (امریکايي) فېصلې مخه نيسو، چې د ١٩٦٧ د سرحدونو په بنیاد فلسطیني ریاست د یروشلم د پایتخت سره تسلیم کړي،" الصفدي وویل.

د مجوزه قرارداد د وخت په اړه یې څه وه نه ویل او نه یې دا زیاته کړه چې قرارداد به د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا او که سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا ته وړاندې کولی شي؟

د عرب لیگ مشر احمد ابو الغیط ویلي د خارجه وزیرانو په غونډه کې به د اسرائیل او فلسطینيانو په شخړه کې به د امریکې د اینده کردار په اړه هم غور کولی شي.

هغه وویل کوښښ به کوي چې د امریکې د اعلان په نتیجه کې د فلسطینیانو نقصان او د اسرائیل گټه کمه کړی شي.

د ټرمپ په اعلان عرب هیوادونو او د واشنگټن مغربي اتحادیانو د خفگآن څرگندونه کړې ده او ویره کوي چې په نتیجه کې به یې تشدد اروپاریږي.

فلسطینیان د یروشلم مشرقي برخه د خپل اینده ریاست پایتخت گڼي خو اسرائیل وايي یروشلم د اسرائیل ابتدي پایتخت دی چې تقسیمیدی نشي.

مشرقي یروشلم اسرائیل د ١٩٦٧ په جنگ کې د اردن نه ونیولو. د نړۍ زیاتره هیوادونه مشرقي یروشلم مقبوضه علاقه گڼي او وايي د ښار ددغه برخې فیصله به اسرائیلیانو او فلسطینیانو په مذاکراتو کې کولی شي.

د ډسمبر د میاشت په ١٨ مه نیټه امریکې د سکیورټي کاونسل هغه قراداد ودرولو چې امریکې نه پکې غوښتنه شوي وه چې د صدر ټرمپ اعلان دې بیره واخیستل شي.

خو درې ورځې ورسته، د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا په دروند اکثریت یو قرارداد منظور کړو چې پکې د صدر ټرمپ د اعلان مخالفت شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG