لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن به د خپل صدارت لومړۍ خبري غونډې ته وېنا کوي


صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې یوې رسمي خبري غونډې ته وېنا کوونکی دی جې د جنورۍ په میاشت کې د خپل صدارت سنبالولو وروسته یې لومړی رسمي خبري کانفرنس دی.

که څه هم صدر بایډن په وایټ هاوس کې روزانه خبري کانفرنس بحال کړی دی او وخت په وخت یې د خبریالانو سره خبرې کړي او په بېلا موضوعاتو یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویلي خو په رسمي ډول یې خبري کانفرنس یا غونډه نه ده ګړې.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې صدر بایډن په څلوېښتو کلونو کې لومړی صدر دی چې په صدارت کې دومره وخت تېرولو باوجود یې رسمي خبري کانفرنس لا نه دی کړی، چې د خبریالانو سره کښېني او د سوالونو ځوابونه یې ورکړي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل صدر بایډن به د خبریالانو په زریعه امریکايي ولس ته وېنا کوي، په یو شمېر موضوعاتو به ورستي معلومات شریکوي او خپل نظر په شریکوي.

د وي او ای رپورټ وايي په کومو موضوعاتو چې د صدر بایډن نه پوښتنې کېدلی شي پکې په جورجیا او کلوراډو ریاستونو کې د خونړۍ ډزو پېښې، د مېکسیکو په پوله صورتحال او د کرونا وایرس په اړه د صدر بایډن د حکومت تګلاره شامل ټکي دي.

د نړیوالو چارو په لړ کې د صدر بایډن نه د ایران اېټمي پروګرام، چین او روس سره د امریکې د تعلقاتو او په میانمار کې د صورتحال په اړه پوښتنې کېدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG