لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: صدربایډن به امریکايي ځواکونه د سېپټمبر په ۱۱ نېټه د افغانستان نه ستنوي


تېر کال د امریکې او افغان طالبانو د سولې په لوظنامه کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د سږ کال د می د میاشت لومړۍ نېټه ټاکل شوي وه

د امریکې صدر جوبایډن فېصله کړې چې سږ کال د سېپټمبر په ۱۱ نېټه به امریکايي ځواکونه د افغانستان راوباسي. دا خبر رویټرز خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په د دریو سرچینو له قوله رپورټ کړو.

تېر کال د امریکې او افغان طالبانو د سولې په لوظنامه کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د سږ کال د می د میاشت لومړۍ نېټه ټاکل شوي وه.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا د صدر بایډن د فېصلې په اړه سرچینو ورته نور تفصیل وړاندې نه کړو.

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼې په دې اړه په خپل رپورټ کې وویل چې توقع ده چې صدر بایډن به د شورو، چهارشبنې، په ورځ په سېپټمبر کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو رسمي اعلان وکړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او د دفاع وزیر لایډ اسټین به د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلز کې نېټو همکارانو سره د افغانستان په موصوغ خبرې کوي.

رویټرز وویل توقع ده چې دواړه امریکايي وزیران به د نېټو همکاران افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د صدر بایډن د فېصلې نه خبر کړي.

افغان صدر اشرف غني د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټویټر دلارې وویل د ښاغلي بلېنکن سره د افغان سولې او په ترکي کې دا میاشت د افغانستان په موضوع کېدونکي غوڼدې په اړه خبرې کړي دي.

د اشرف غني د ټویټ نه دا نه څرګندېده چی ایا هغه ته افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو دپاره د نوي نېټې معلومات ورکړی شوي دي او که نا؟

خو افغان صدر په خپل ټویټ کې وویل چې هغه به دصدر بایډن سره هم په ټېلې فون خبرې کوي.

صدر بایډن وړاندې ویلي وو چې د می تر لومړۍ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا به مشکل وي. د هغه حکومت دا هم ویلي وو چې د طالبانو سره شوې معاهدې نظر ثاني کوي.

رویټرز خبري اداره وايي تېره میاشت طالبانو په یو بیان کې دړکه کړې وه چې که چېرې امریکايي ځواکونه د می د لومړۍ نېټې پورې د افغانستان نه ستانه نشي نو دوی به حملې بیا شروع کړي.

XS
SM
MD
LG