لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن: موسمي بدلون د انسانانو د بقا مسله ده


په انلاین بڼه د غونډې د پرانېستلو په موقع صدر بایډن اعلان وکړو د کال ۲۰۳۰ پورې به امریکا فضا ته د نقصان رسوونکو ګېسونو اخراج کې د ۵۰ نه تر ۵۲ فیصد پورې کمی کوي

د امریکې صدر جوبایډن د موسمي بدلون او چاپېریال د تحفظ په موضوع د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نړیوالو سر مشرانو غونډې ته وویل چې په موسم کې بدلون انسانانو د بقا مسله ده او پکار ده چې قابو پې وموندل شي.

په انلاین بڼه د غونډې د پرانېستلو په موقع صدر بایډن اعلان وکړو د کال ۲۰۳۰ پورې به امریکا فضا ته د نقصان رسوونکو ګېسونو اخراج کې د ۵۰ نه تر ۵۲ فیصد پورې کمی کوي.

د امریکې په مشرۍ کې کېدونکي دوه ورځنۍ غونډه کې د چین، روس، برطانيي، هندوستان او د یو شمېر نورو ملکونو ترڅنګ پاکستان ته هم بلنه ورکړی شوي ده.

ګډون وال د موسمي بدلون په موضوع غونډه کې د انټرنېټ دلارې شرکت کوي.

غونډه د شروع کولو په وخت صدر بایډن وویل په مستقبل کې د موسمي بدلون د بدو اثراتو نه بچ کېدو په خاطر پکار ده چې هم په دې لسیزه کې ګامونه واخیستل شي.

هغه د دنیا په ټولو ملکونو او باالخصوص په لویو اقتصادي هېوادونو غږ وکړو چې په موسم کې د بدلون مخه نیولو په لړ کې دې په بېړنۍ توګه ګامونه پورته کړي.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن د صدر بایډن د اعلان هرکلی وکړو او ویې وېل دا به د موسمي بدلون په ضد په نړیواله کچه کېدوونکو کوښښونو کې لویه تبدیلي راولي.

د وي او ای رپورټ وايي د زیامن ګېسونو اخراج کمولو دپاره چې کوم هدف د ځان دپاره ټاکلی د دې موازېنه به د کال ۲۰۰۵ د کچې سره کولی شي او وایټ هاوس ویلي د زیانمنو ګېسونو اخراج کمولو دپاره به داسې موټرې او ټرکونه تیارول وي چې کم کاربن ګېس فضا کې خارجوي، بجلي به په داسې طریقو پېدا کوي چې فضايي خېچنوالی به یې په نتیجه کې نه پېدا کېږي او د کارخانونه به د کاربن ګېس د وتلو مخه نیولی شي.

د چین صدر چي جنګپنګ غوڼدې ته وویل چې هېواد به یې د ۲۰۲۶ نه تر د ۲۰۳۰ پورې د کویلې او د ځمکې نه ترلاسه کېدونکو تېلو استعمال کموي. هغه ژمنه وکړه چې د ۲۰۳۰ پورې به د کاربن ګېس د اخراج په کچه کې هم کموالی کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي څه نوي ژمنه و نکړه خو و یې وېل هېواد به یې د امریکې سره موسمي بدلون په برخه کې همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنتونیو ګوټېرېس وویل "مونږ زغورنې دنیا ته ضرورت لروو."

د ملګرو ملتونو مشر وویل په موجوده وخت کې دنیا د یوې داسې کندې په څنډه ولاړه ده چې تل یې نه دی معلوم او باید چې په سم لوري ګامونه واخیستل شي. هغه د نړۍ په مشرانو غږ وکړو چې بېړني ګامونه دې واخلي.

د موسمي بدلون او په نړیواله کچه د تودوخي د مخینوي په لړ کې د کال ۲۰۱۵ د پېرس په معاهده کې نړیوالو په ده خبره اتفاق کړی و چې د دنیا د تودوخي په کچه کې اضافه به د دوو ډګریانو نه ښکته او یا تر د یو اشاریه پنځه ډګرۍ حد پورې ساتي.

ماهرین وايي د کال ۱۹۸۰ راهسې د دنیا د حرارت په درجه کې یو اشاریه یو ډګري اضافه شوي ده. په دنیا کې په تود موسم کې اضافه، اوچکالي، په ځنګلونو کې د اورونو لګیدل، طوفانونه او نور اثرات ساینس پوهان په درجه حرارت کې د زیاتوالي سره تړي.

ساینس پوهان وايي د ۱۹۸۰ راهسې د دنیا د تودوخي په کچه کې مسلسل اضافه شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي د موسم په موضوع دوه ورځنۍ غونډه د صدربایډن دا عزم څرګندوي چې په دې لړ کې د امریکې مشري بیا پرځای کول غواړي. د هغه پېش رو ډانلډ ټرمپ د موسمي بدلون مسله سنجیده نه ګڼله او امریکا یې د پېرس معاهدې نه راوېستلي وه.

د صدارت سنبالولوي سمدستي وروسته صدر جوبایډن په پېرس معاهده کې د امریکې شرکت بحال کړو.

XS
SM
MD
LG