لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن به د کانګرس ګډې ناستې ته وینا کوي - مهم ټکي به یې څه وي؟


دا به اول ځل وي چې جو بایډن د امریکا د صدر په حیث، د کانګرس ګډې ناستې ته وینا کوي

د امریکې صدر جو بایډن به د واشنګټن په وخت نن د شورو/چهارشنبې ورځې په ماخوستن د کانګرس ګډې ناستې ته وینا واوروي.

داسې انتظار کیږي چې صدر بایډن به په خپلې دغې وینا کې، له نورو ملکونو سره د تعلقات ساتلو او په نړۍ کې امریکا ته د مشرتابه حیثیت ورکولو په برخو کې خپل هدف باندې بحث وکړي.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي، کانګرس ته د بایډن له دې وینا نه وړاندې ویلي دي چې د خارجي تګلارې په برخه کې د هغه په خبرو کې به دا شامل وي چې «په نړۍ کې د امریکا کرسۍ (موقف) بېرته خپل کړی شي، او د یو ملک په حیث زمونږ ارزښتونه څه دي.»

جېن ساکي زیاته کړه چې صدر بایډن به غالبآ د خارجي تګلارې په یو شمېر لومړیتوبونو وغږیږي، «په شمول د دې چې چین سره زمونږ تعلقات څنګه وي.»

دا چي د بایډن انتظامیه په کلکه غواړي له خپلو نړېوالو شریکانو سره کار وکړي، لکه له افغانستانه د پوځونو د انخلا په برخه کې د خپلو نېټو اتحادیانو سره هماهنګي کول، دا د امریکا حکومت په خارجي تګلاره کې لوی بدلون څرګندوي، ځکه تر دې وړاندې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا په مفاداتو ترکیز کاوه.

د کانګرس د استازو اېوان مشرې نېنسي پېلوسي، صدر بایډن ته بلنه ورکړې چې «د دې تاریخي شیبې چلېنجونو او فرصتونو باندې د کار کولو دپاره خپله نظریه» وړاندې کړي. بایډن په داسې وخت کې کانګرس ته د وینا دپاره ځي چې د صدارت چوکۍ ته د رسېدو نه یې قریب سل ورځې تېرې شوي دي.

د وایټ هاوس ویاندې وویل تر ټولو اهمه نوې پالیسي چې بایډن به ورباندې وغږیږي، دننه هېواد کې «په تعلیم او د ماشومانو د تحفظ په برخو کې د سرمایه کارۍ» پروګرام دی.

په دې منصوبې کې به سپارښتنه وشي چې په آینده لسو کلونو کې یو اعشاریه اته (۱.۸) ټریلینه ډالره په یادو برخو کې سرمایه کاري وشي، چې پکې ټولو ماشومانو ته وېړیا پريسکول، دوه کاله وېړیا کالج، د مستحقو کورنیو دپاره د ماشومانو د ساتلو په برخه کې سبسېډي، والدینو ته د لږ ترلږه په میاشت کې دوه نیم سوه ډالره مرسته، او په سکول کې شاګردانو ته د وېړیا او یا ارزانه خوړو دپاره بجټ شامل وي.

د انتظامیې چارواکي وایي چې بایډن به په دولتمنو امریکاییانو باندې د ټېکس یا مالیې د زیاتولو پېشنهاد هم وکړي.

د جېن ساکي په وینا، صدر بایډن به پخپلې وینا کې په دې هم خبرې وکړي چې د کرونا وبا او د بې روزګارۍ مقابله کې انتظامیې څه کوششونه کړي او څه کوششونه به وکړي. همدا راز د مهاجرو، په پولیسو کې د اصلاحاتو د راوستلو، او د وسلو د کنټرول په اړه به هم خبرې ولري.

کانګرس ته د بایډن له ګډې وینا پس به د زیارت او جمعې په ورځو صدر بایډن، د هغه نایبه کاملا هېرس، او د کابیني غړي به یې د ملک بېلابېلو برخو ته سفر وکړي او په مختلفو دستورو کې به د بایډن د پروګرامونو ملاتړ ته کمپاین وکړي.

په پام کې ده چې د بایډن له وینا نه پس، د رېپبلېکنانو د ګوند دریځ سمدستي رېپبلېکن سنېټر ټېم سکاټ په کلک غبرګون سره څرګند کړي.

معمولآ کانګرس ته د امریکا د صدر په وینا کې چې سټېټ آف د یونین یادیږي، د کانګرس ټول غړي، د انتظامیې او د عدالتي نظام مشران او چارواکي، او سفارتکاران، او ګڼ شمېر مېلمانه حاضر وي، مګر دا ځل به د کرونا وبا په سبب د حاضرینو په شمېر کې محدودیت ولیدل شي، او د کابیني غړي به هم پخپلو کورونو کې دا وینا په ټي وي واوري او وګوري.

XS
SM
MD
LG