لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن د اسرایلي صدر سره د ایران د اېټمي پروګرام په موضوع خبرې وکړې


صدر بایډن او اسرایلي صدر روېن رولېن

په وایټ هاوس کې د امریکې صدر جوبایډن او د اسرایل صدر روېن رېولېن په ملاقات کې د ایران د اېټمي پروګرام تر ټولو اهمه موضوع وه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ګل، دوشنبې، په ورځ د دواړو صدرانو په غونډه کې صدر بایډن لوظ وکړو چې تر څو هغه صدر وي ایران به اېټمي وسله ترلاسه نکړی شي.

د ایران د اېټمي پروګرام په اړه د هغه د خبرو نه یوه ورځ وړاندې صدر بایډن په شام او په عراق کې د ایران پلوه ملېشو په هدفونو د امریکايي بمبار الوتکو د برید اجازت ورکړی و.

په شام او عراق کې امریکايي بمبارۍ په داسې حال کې هم شوي دي چې په اسټریا کې د ایران او د امریکې په شمول د نړیوالو طاقتونو خبرې روانې دي چې د ایران اېټمي معاهده بیا بحاله کړی شي.

د روېن سره ملاقات کې صدر بایډن په شام او عراق کې د پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې وېل د دې اجازت یې ځکه ورکړی و چې ایران پلوه ملېشې په عراق کې په امریکايي مامورینو په حملو کې ککړې وې. هغه زیاته کړه د حملو اجازت یې د امریکې د ایین دلاندې ورکړی او د کانګرس غړي ترې خبرې وو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د واکمن ډېموکرېټ پارټۍ د کانګرس ځینې غړي صدر ته د جنګ اختیار ورکوونکي د ایین د مادې په پراخه کچه د تشریح او په ۲۱ پېړۍ کې صدر ته د پوځي اقداماتو د اختیار په ډیر حق کې نه لیدل کېږي.

د صدر بایډن حکومت په فېبرورۍ کې هم د دغه ډول پوځي اقدامات اجازت ورکړی و.

د سېنېټ د خارجي امورو کمېټۍ غړي کرس مرفي د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکايي پوځ او د ایران پلوه ملېشو ترمنځ په نښتو تشویش څرګند کړو. دغه نښتې د لاندنې کچې جنګ بلل شوي دي.

روېن چې اینده میاشت د اووه کاله صدارت وروسته خپله چوکۍ پرېږدي وویل اسرایلیانو ته احساس دی چې په وایټ هاوس کې ډیر ښه ملګری لري.

XS
SM
MD
LG