لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن به په سټېټ ډپارټمنټ کې په خارجه تعلقاتو اهمې خبرې کوي


جوبایډن په کال ۲۰۱۱ د نایب صدر په حېث د افغانستان دوره کړې وه. هغه وخت حامد کرزی د افغانستان صدر و

د صدارت سمبالولو وروسته به صدر جوبایډن په لومړي ځل د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ته ورخي او په دې موقع به د خارجه تعلقاتو په موضوع اهمې خبرې کوي چې د نړیوالو چارو په اړه به د هغه د حکومت تګلاره څرګنده کړي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرې غونډې ته وویل صدر بایډن به په پراخه کچه د خارجه تګلارې ځېنې اهم نقاط څرګندوي.

د وي او ای رپورټ وايي داسې نه لیدل کېږي چې په سټېت ډپارټمنټ کې خپله وېنا کې به صدر بایډن د ایران، چین، روس او شمالي کوریا په اړه د امریکې په دریځ کې څه خاص بدلون اعلان کړي.

د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن
د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن

د سټېت ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس ويلي صدر بایډن ګڼي چې د چین په اړه امریکا باید د خپلو اتحادیانو سره په شریکه کار وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ نه داسې نه څرګندیږي چې ایا صدر بایډن به په خارجه وزارت کې د افغانستان په موضوع هم خبرې وکړي او که نا؟ خو د هغه خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي نوی حکومت به تېر کال د امریکې او د طالبانو ترمنځ شوي د سولې معاهدې ته بیان کتنه کوي.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیان رغونې د چارو د امریکې د څارنې ادارې سيګار ویلي په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده کمه شوي او طالبانو د امریکې سره د معاهدې باوجود د القاعده خپل تعلقات نه دي ختم کړي.

د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي
د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي

د امریکې او طالبانو د لوظنامې نه پس امریکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېره ۲۵۰۰ ته راکمه کړې ده او په معاهده کې ټاکل شوي چې طالبان به د افغانستان خاوره د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوی او امریکا او نېټو به د ۲۰۲۱ د می د میاشت پورې د افغانستان نه ټول عسکر ستانه کړي.

خو دامریکې ګانګرس ته په وړاندې کړی شوي يو رپورټ کې ویل شوي، چې بايد امریکا د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ويستلو نېټه نوره وغځوي او په دې فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، طالبان تشدد کم کړي او د القاعده سره اړیکې ختمې کړي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس

د رويټرز ترمخه د افغانستان مطالعاتي ډلې د شورو/ چارشنبې په ورځ (درېمه فرورۍ) کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې ویلي، واشنګټن بايد د سولې بهير پرې نه ږدي. خو د کال 2020م د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې شرطونه به د مې د لومړۍ پورې پوره نه شي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي‌ مرستیال امرالله صالح کانګرس ته په وړاندې شوي وړاندیز هرکلی کړی او د زیارت، پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي، "مونږ ددغه راپور ډېر زیات هرکلی کوو چې له سرلیک څخه زیات څه پکې نغښتي دي. په دغه راپور کې د هوښیارۍ او احتیاط غوښتنه شوې، نه د بې فکره او بیړنیو پرېکړو."

په قطر کې د طالبانو د دفتر چارواکي وايي طالبانو د امریکې سره شوي معاهدې پابندي کړه ده.

XS
SM
MD
LG