لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو بایډن: که چیرې ټرمپ کورونا وایرس باندې همغږي و نه کړي، نو پایلې به یې مرګوني وي


صدر ټرمپ او جوبایډن
صدر ټرمپ او جوبایډن

د امریکې منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي‌ که ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنوري ۲۰ مې نیټې له مخه د واک د لیږد یا انتقال په پروسه کې مرسته ونکړي نو کورونا وایرس به په خلکو ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي بایډن د خپل کمپېن مرکزي ښار ویلمینګټن کې خبریالانو ته وویل: "که مونږ په خپلو کې همکاري و نه کړو نو نور خلک به هم ومري."

جو بایډن کانګرس ته د یو خطرناکه ژمي‌ د راتلو خبر ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې زر تر زره دې د (هېروز اېکټ) بیل پاس یا تصویب کړي په کوم کې چې د کورونا وایرس له کبله د اقتصادي‌ زیان د مخنیوي په خاطر، د ۳ ټریلیونه ډالرو امدادي بسته ده.

بایډن زیاته کړه "زه هیڅ فکر هم لا نه شم کولای چې د هیواد ولسمشر لاهم د ګالف لوبې کوي. پکار دی چې لږ مثبته سوچ ولري."

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې خلکو د بې روزګارۍ د بیمې یا انشورنسونه له لاسه ورکړي، ۲۰ میلیونه خلکو د خپل کور مارګېجونو نه ورکولو له کبله خپل کورونه له لاسه ورکړي او تر دې هم ډیر شمېر خلک دي‌ چې د کور کرایې نه ورکولو له کبله به پر سړکونو پاته شي.

جو بایډن او د هغه مرستیالې کامله هېرس دا څرګندونې د یوې غونډې وروسته وکړې چې د امریکې د اقتصاد په هکله وه کوم چې د کورونا وایرس د شمېرو د زیاتیدو له کبله دا مهال د سخت حالت سره مخ دی.

د کورونا وایرس په شمېرو کې او په روغتونونو کې د ناروغانو د اضافه کیدو سره د ځینو ایالتونو ګورنرز او ښاروالانو د قرنطین شرایط یو وار بیا سخت کړي چې وتوانیږي‌ د دغه وایرس د خوریدو مخه ونیسي.

پداسې حال چې د کورونا وایرس پر ضد د موډرنا د واکسین د جوړیدو اعلان شوی، د سې شنبې په ورځ سټاک مارکیټونه هم لوړ تللي. خو ولسشمر ټرمپ لا د سپینې ماڼۍ څخه خلکو یا رسنیو ته کومه وینا نه کړه.

امریکايي کمپنۍ موډرنا اعلان کړی چې د کورونا واېرس داسې واکسین یې جوړ کړی چې ۹۵ سلنه اغیز لري. دا نوی واکسین ۳۰ زره کسانو ته ورکول شوی. دغه کمپنۍ وايي چې په لومړي پړاو کې به ۲۰ میلیونه واکسینونه امریکایانو ته وویشل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG