لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایکس ايي ته د امریکې دکونسلخانود تحفظ ټهیکه ورکړی شوې


ایکس ايي ته د امریکې دکونسلخانود تحفظ ټهیکه ورکړی شوې

د ایکس ايي کمپنۍ پخوانی نوم بلیک واټر دی. دغه کمپني د عراق شړلی شوې وه. امریکائې چارواکې وائې په کال ٢٠٠٧ کې د بلیک واټر محافظانوعراق کې په عامو خلکو ډزې کړې وې. په پیئه کې ١٧ تنان وژل شوې ؤ

د امریکې خارجه وزارت د افغانستان په مزار شریف او هرات ښارونو کې د امریکې د نوؤ کونسل خانو د تحفظ ټهیکه د یو ایس ټریننگ سینټر نومې کمپنۍ ته ورکړې ده. د ټهیکې مالیت ١٢٠ میلینه ډالره دی.
یو ایس ټریننگ سینټر کمپني د ایکس ايي سروسز کپمنۍ سره تړون لري.
د ایکس ايي سروسز کمپنۍ پخوانی نوم بلیک واټر ؤ، چې د عامو خلکو په وژنه کې د لاس لرولو په تور د عراق نه ویستلی شوې وه.
د امریکې خارجه وزارت کې د نړي والې پرمختیه د پاره مرستیالې ډریکټرې شارلین لیمب د کانگرس کمیشن ته ویلې چې ایکس ايي په هاغه دریو کمپنو کې شامله وه چې افغانستان کې د ټهیکې د پاره يي په بولۍ کې برخه اخستې وه.
هغې وویل چې ایکس ايي کمپني د وړاندې نه په افغانستان کې کار کوي، هلته سهولتونه او اجازت نامې لري.
د نوم د بدلولو نه وړاندې، د ایکس ايي سرویسزکپمنۍ نوم بلیک واټر ؤ اودا کمپني د عراق نه شړلی شوې وه.
د امریکې سرکاري وکیلان وائي د کال ٢٠٠٧ د ستمبر په میاشت کې د بلیک واټر محافظانو بغداد کې په عامو ملکي تنانو باندې ډزې کړې وې چې په نتیجه کې يي ١٧ کسان وژل شوې ؤ.
خود امریکې یو جج د بلیک واټر پنځوؤمحافظانو خلاف ددغه پیښې په لړ کې لگول شوې الزامات رد کړی ؤ . شږم محافظ په بشر وژنه کې د لاس لرلو الزام منلی ؤ.
په افغانستان کې هم د عامو خلکو د وژل کیدو په حقله د دې کمپنۍ محافظانو خلاف تحقیقات شوې دي.
د گل په ورځ کانگرس کې داورونې مقصد ؤ چې د جنگ په حالاتو کې د ټهیکدارانو کار ته کتنه ووکړی شي.
خو د جمعې په ورځ، د خارجه وزارت لخوا ددې خبر ورسته چې افغانستان کې د کونسل خانو د حفاظت ټهیکه د ایکس ايي سره تړلې کمپنۍ ته ورکړی شوې ده، نو د کمیشن غړې کلارک کینټ اروین د شارلین لیمب نه تپوس ووکړو چې آیا د ټهیکې ورکولو په وخت په عراق کې د کپمنۍ کارکردگۍ ته کتنه شوې ده.
شارلین لیمب په هاؤ کې ځواب وړاندې کړو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې عراق کې د کمپنۍ کاردگي تر کوم حده پورې په نظر کې ساتلی شوې وه، نو هغې وویل چې دغه تپوس به ټینيکې چارواکو ته وړاندې کړی شي.
هغې زیاته کړه چې د ټهیکې ورکولو په وخت کې د کپمنو ټینیکې پلان، د ماضي کارکردگۍ او د هغوي قیمتونو ته کتنه کیږي.
د بلیک واټر سره تړلې کمپنو په هقله اندېښې ددې نه وړاندې هم په کانگرس کې راپورته کړی شوې دي. په فرورۍ کې د کانگرس د عسکري چاروکمیټۍ غړو په غېر سرکاري کمپنو الزام لگولی ؤ چې افغانستان کې د قوانینوخلاف ورزیانې کوي او دا رنگ د امریکې مشن ته نقصان رسول کیږي.
د جنگ په حالت د ټهیکې ورکولو چارو په حقله کمیشن یا کمیشن آن وار ټائم کانټریکټنگ وائې په افغانستان کې ٢۴٠٠٠ غیر سرکاري کمینۍ کارکوي. عراق کې ددارنگ کمپنو شمیره ١٨٨٠٠ ده.


XS
SM
MD
LG