لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي بلاګ لیکونکي په رحمان ملک د جنسي تېري تور لګولی دی


سېنتیا رېچي
سېنتیا رېچي

امریکايي بلاګ لیکونکي سېنتیا رېچي د پاکستان پېپلزپارټۍ د کورنیو چارو په پخواني وزیر رحمان ملک د جنسي تېري تور لګولی دی.

سنېنتیا رېچي په رحمان ملک په زور د هغې سره د جنسي فعل کوولو الزام د جمعې په ورځ په فېس بک یو وډیو کې وکړو. دغه وډیو په پاکستان کې خلکو په وېټس اېپ هم خپره کړې ده چې پکې هغه په رحمان ملک دغه تور تکراروي او وايي د پېپلز پارټۍ د نورو مشرانو په اړه هم مواد شته.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون ترمخه، مېرمن رېچي ویلي رحمان ملک د هغې سره په زور جنسي فعل په کال ۲۰۱۱ کې پس له دې وکړو چې په څښلو کې یې ورته څه واچول.

د رپورټ ترمخه رېچي وویل په هغې جنسي تېری په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو دلاسه د القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کېدو په ورځو کې وشو، هغې په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانه خبر کړه خو د امریکې او پاکستان د کړکیچنو تعلقاتو په سبب د سفارت ځواب ډیر مناسب نه و.

د اېکسپرېس ټرېبیون په رپورټ کې د رحمان ملک دریځ نه و او ورځپاڼه وايي سېنتیا رېچي سره یې د رابطې کوښښ وکړو خو د خبر د چاپ کېدو د وخت پورې د هغې ځواب نه و ترلاسه شوی.

د برطانيي خبري ادارې بي بي سي ویلي پخواني وزیراعظم یوسف رضاګیلاني ورسره خبرو کې د سېنتیا رېچي الزامات رد کړي. بي بي سي وايي ښاغلي ګیلاني وویل سېنتیا رېچي څو ورځې وړاندې د بېنظیر بهټو په اړه د سپکاوي خبرې کړې وې او د هغه زوي چې د پنجاب اسمبلۍ غړی دی د سېنتیا رېچي خلاف د بې عزتې دعوه کړې او دا د سېنتیا رېچي عکس العمل دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG