لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ د حملې کال ورسته د بوسټن میراتان نن کیږي


د زوخار مقدمه د نومبر په میاشت کې شورو کیدونکې ده او که چرې په لگول شوي الزامات ثابتیږی نو د مرگ سزا ورته ورکړی کیدی شي
د زوخار مقدمه د نومبر په میاشت کې شورو کیدونکې ده او که چرې په لگول شوي الزامات ثابتیږی نو د مرگ سزا ورته ورکړی کیدی شي
د ترهگرۍ ښکار کیدو یو کال ورسته، د امریکې بوسټن ښار کې د اوږدې فاصلې د منډې مقابله یا میراتان نن د گل په ورځ کیدونکی دی او د تیر کلونو پرتله پکې په زرگونو زیات خلک برخه اخلي.
د سږ کال په مقابله کې برخه اخېستو لپاره ٣٦٠٠٠ کسانو نومونه درج کړې دي. تیر کال دا شمیره ٢٧٠٠٠ وه.
تیر کال د مقابلې د اختتامې کرښې سره نزدې د دواؤ بمونو د چاودیدو په نتیجه کې درې کسان وژل شوي وو او ٢٦٠ نور زخمیان شوي وو. بمونه د کور جوړ وو او پریشر ککرې پکې استعمال شوي وې.
چارواکو د چاودنو الزام د چیچنیا سره تعلق لرونکو په دواؤ روڼو تیمرلان او زوخار ثرنائیو لگولی وو. د څو ورځو د لټون ورسته تیمر لان پولیس سره په مقابله کې ووژل شو او زوخار په زخمي حالت کې ونیول شو.
د زوخار مقدمه د نومبر په میاشت کې شورو کیدونکې ده او که چرې په لگول شوي الزامات ثابتیږی نو د مرگ سزا ورته ورکړی کیدی شي.
د سږ کال د بوسټن په میراتان کې په زرگونو هغه کسان هم بیا برخه اخلي چې تیرکال د بم چاودنو په وجه اختتامي کرښې ته نه وو رسیدلې.
په دغه کسانو کې سکاټ کنیډي هم شامل وو چې وايي په مقابله کې بیا شرکت څه معنا لري. "ترهگرو ته یواځې دا ښودل دي چې دوي نشې گټلی،" هغه وویل.
د بوسټن د منډې مقابله د نړۍ په لوې مقابلو کې شمیرلی کیږي. د سږ کال د مقابلې لپاره د سکیورټي خصوصي انتظامات شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG