لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په کلب کې لږ تر لږه ١١ تنان وژل شوې دي


د کلب دننه خلکو کې زیاتره د کالج محصلین وو. رپورټونه وايي حمله کونکی وژل شوی دی

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې یو مسلح تن ډزې کړې دي او لږ تر لږه ١١ تنان یې وژلي.

د امریکې سي این این ټېلې وژن د پولیس په حواله وویل چې په پېښه کې ١٢ تنان وژل شوي او گڼ شمېر نور زخمیان دي.

پولیس د کېلېفورنیا ریاست د وینچوره کاونټۍ په تاوزېنډ اوکس نومې ښار کې د شورو، چارشنبې، د ورځې د پېښې په اړه وویل چې په بورډرلاین بار اېنډ گرل کلب کې د موسیقۍ پروگرام روان وو چې یو مسلح تن ډزې پېل کړې.

د کلب دننه خلکو کې زیاتره د کالج محصلین وو.

رپورټونه وايي حمله کونکی وژل شوی دی.

په نژدې ورځو کې په امریکا کې د ماس شوټنگ یا د خلکو په اجتماع د ناتاره ډزو دا ورستۍ واقعه ده.

تېره میاشت د پېنلسوینیا ریاست په پټسبرگ ښار کې یو تن د سناگاگ یا د یهودیانو د عبادتخانې دننه په عبادت کونکو ډزې وکړې ١١ تنان یې ووژل. حمله کونکی نیول شوی دی او پولیس ویلي د ډزو وړاندې یې د یهودیانو خلاف د نفرت نعرې وهلې.

XS
SM
MD
LG