لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کېلېفورنیا ریاست د عدالت په ضمانت کې د نغدو پېسو نظام ختم کړو


د گورنر د ستاینې برعکس نوی قانون ناقدین لري. امریکېن سول لېبرټیز یونین چې د شهري حقونو غیر حکومتي اداره ده وايي غریب خلک ددې قانون باوجود هم په عدالت کې د امتیازي سلوک سره مخامخ کیدی که چېرې جج یې د مقدمې د ختمېدو نه وړاندې په ضمانت د ازادۍ فېصله نه کوي
د گورنر د ستاینې برعکس نوی قانون ناقدین لري. امریکېن سول لېبرټیز یونین چې د شهري حقونو غیر حکومتي اداره ده وايي غریب خلک ددې قانون باوجود هم په عدالت کې د امتیازي سلوک سره مخامخ کیدی که چېرې جج یې د مقدمې د ختمېدو نه وړاندې په ضمانت د ازادۍ فېصله نه کوي

کېلېفورنیا د امریکې وړمبی ریاست دی چې ملزمانو دپاره یې د زندان نه د ازادیدو دپاره عدالت ته په ضمانت کې د نغدو پېسو ورکولو نظام ختم کړو.

په دې لړ کې د کېلېفورنیا گورنر یا والي جېري براون د نهې، سه شنبې، په ورځ یو قانون لاس لیک کړو.

د نوي قانون ترمخه د اینده کال د اکتوبر د میاشت نه به په جرم کې نیول شوی مشکوک تن به د ازادۍ دپاره عدالت ته د نغدو پېسو ضمانت نه ورکوي.

په امریکا کې په عامه توگه که چېرې یو ملزم په ضمانت د قېد نه ازادي غواړي نو هغه د خپل ټول ضمانت ١٠ فيصد برخه په نغدو پېسو کې عدالت ته ورکولی شي او دا لوظ کوي چې د هغه خلاف د جرم په سر جوړه مقدمه کې عدالت ته به حاضرېږي.

د کېلېفورنیا د نوي قانون ترمخه به عدالت دا فېصله کوي چې ایا د پرتشدد جرم په سر د مقدمې سره مخامخ ملزم په قېد کې وساتي او که په دې لوظ یې ازاد کړي چې مقدمه کې به پېشۍ ته حاضریږي. د ازادیدو په صورت کې به چارواکې د جي پي ایس الې په زریعه د ملزم څارنه او در درک معلومولی شي.

د نغدو پېسو د ضمانت د نظام د لاندې به غریب ملزمان د خپلو مقدمو د ختمیدو پورې په زندان کې پراته وو او په ضمانت د ازادیدو انتظام به یې نشو کولی. شته من ملزمان به ازدیدل.

د کېلېفورنیا گورنر د نوي قانون هرکلی وکړو. جېري براون وویل "نن کېلېفورنیا د ضمانت خپل نظام اصلاح کړو چې دا رنگ د مالدارو او د غریبو خلکو سره یو رنگ منصفانه سلوک کېږي."

د گورنر د ستاینې برعکس نوی قانون ناقدین لري. امریکېن سول لېبرټیز یونین چې د شهري حقونو غیر حکومتي اداره ده وايي غریب خلک ددې قانون باوجود هم په عدالت کې د امتیازي سلوک سره مخامخ کیدی که چېرې جج یې د مقدمې د ختمېدو نه وړاندې په ضمانت د ازادۍ فېصله نه کوي.

د نوي فېصلې په نتیجه کې د کېلېفورنیا ریاست هغه ٧٠٠٠ ضمانت کونکو کاروبار ختمیدلی شي چې د غریبو خلکو دپاره په پېسو په عدالتونو کې د پېسو ضمانت برابروي. خو دا امکان هم موجود دی چې دغه ضمانت کونکي د نوي قانون خلاف عدالت ته لاړ شي او د عملي کیدو مخه یې ونیسي.

په پاتیخت واشنگټن ښار کې هم بغیر د نغدو پېسو د ضمانت نظام موجود دی او ځینو نورو ریاستونو هم د نغدو پېسو د ضمانت په استعمال کې د کمي دپاره قانون سازي کړې ده خو دا نظام یې په مکمله توگه نه دی ختم کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG