لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: هوثي باغیان دې د امریکې سفارت خالي او هلته یرغمل کسان دې ازاد کړي


په 2015 د ایران پلوه هوثي باغیانو او د سعودي نواز یمني حکومت ترمنځ‌ د خانه جنګۍ شروع کېدو نه پس د امریکايي سفارتي اڼګڼ خالي شوی او امریکې خپل سفیر او نوره ضروري عمله سعودي عرب ته منتقل کړې ده
په 2015 د ایران پلوه هوثي باغیانو او د سعودي نواز یمني حکومت ترمنځ‌ د خانه جنګۍ شروع کېدو نه پس د امریکايي سفارتي اڼګڼ خالي شوی او امریکې خپل سفیر او نوره ضروري عمله سعودي عرب ته منتقل کړې ده

هوثي باغیان دا هفته د یمن په سرښار صنعا کې د امریکې په سفارتخانه ورننوتلي دي او د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په هوثيانو غږ کړی چې د سفارتخانې ودانۍ دې خالي او هلته یرغمل یمني محافظان دې ازاد کړي.

په 2015 د ایران پلوه هوثي باغیانو او د سعودي نواز یمني حکومت ترمنځ‌ د خانه جنګۍ شروع کېدو نه پس د امریکايي سفارتي اڼګڼ خالي شوی او امریکې خپل سفیر او نوره ضروري عمله سعودي عرب ته منتقل کړې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په صنعا کې د امریکايي سفارتخانې د ساتنې عملې زیاتره غړي ازاد کړی شوي دي او د نورو نیول شویو کسانو د ازادۍ دپاره "نه ختمېدوونکي" سفارتي هلې ځلې دوام لري.

دا نه ده معلومه چې د امریکايي سفارت په څومره تعداد کې کارکوونکي نیول شوي او یا ولې نیول شي دي؟

سټېټ ډپارټمنټ په هوثیانو غږ وکړو چې د سفارتخاني وداني دې خالي کړي او که څه سامان یې اخېستی وي نو دا دې بېرته کړي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېټ پرایس دا هفته یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکې به د هغو کسانو تحفظ کوي چې سمندر پورې د امریکې د مفاداتو تحفظ کوي او هم د دې له امله په بېړنۍ توګه کار کوي او د نړیوالو همکارانو سره واشنګټن په رابطه کې دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د سرښار صنعا په شمول د یمن زیاتره برخې د هوثي باغیانو په قبضه کې دي. په کال 2015 کې سعودي عرب د یمن حکومت د ملاتړ دپاره په يمن کې پوځي مداخلت شروع کړو.

رپورټ وايي سعودي عرب او اتحادیان د ایران د اثر مخه هم نیول غواړي.

ملګرو ملتونو ویلي په یمن کې خانه جنګۍ د دنیا تر ټولو لوی انساني بحران جوړ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG