لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په واشنګټن کې د امریکې د کانګرس یو پولیس افسر وژل شوی، بل زخمي دی


کېپېټل پولیس چې د کانګرس د تحفظ مسولیت لري، وویل پاټک سره د موټر د ټکر وروسته د موټر ډرایورد چاړه په لاس راښکته شو او هلته د موجود پولیس افسرانو په لوري ورغلو

په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ سره نژدې امنیتي پاټک سره د جمعې په ورځ د موټر د ټکر کېدو له امله د کانګرس په تحفظ مامور یو پولیس افسر وژل شوی او بل زخمی شوی دی.

کېپېټل پولیس چې د کانګرس د تحفظ مسولیت لري، وویل پاټک سره د موټر د ټکر وروسته د موټر ډرایورد چاړه په لاس راښکته شو او هلته د موجود پولیس افسرانو په لوري ورغلو.

مشکوک تن پولیس په ډزو ووژلو. د هغه شناخت د ۲۵ کلن نوا ګرین په نامه شوی دی. پولیس وویل د نوا د ارادې په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي.د وژل شوي پولیس افسر پېژندګلو د وېلیم بلي ایونز په نوم شوي ده چې د تېرو ۱۸ کلونو راهسې یې په کېپېټل پولیس سره خدمات ترسره کول.

صدر جوبایډن د جمعې په ماسپښین په یو بیان کې د پولیس افسر په وژنه او د بل په زخمي کېدو خفګان څرګند کړو.

صدر بایډن امر وکړو چې په وایټ هاوس دې د امریکې بېرغ نیم کښو وځړول شي.

د واشنګټن مېټرو پالېټن پولیس مشر رابرټ کانټي خبریالانو ته وویل چې پېښه ترهګري نه معلومیږي خو په تحقیقات به کولی شي. هغه وویل وفاقي تحقیقاتي اداره اېف بي ايي به هم په پلټنو کې مرسته کوي.

د وي او ای رپورټ وايي په شپږمه جنورۍ په کانګرس د مظاهره چیانو د یرغل وروسته د کانګرس چار چاپیره عارضي حصار لګول شوی و. خو د حصار بهرنۍ برخه لرې کړی شوي ده.

دا وخت د کانګرس غړي په رخصت دي او زیاتره خپلو خپلو د علاقو ته تللي دي.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان سپېکرې نېنسي پلوسي په یو بیان کې د کېپيټل پولیس وژل شوي افسر وېلیم اېونز په مرګ خفګان څرګند کړو او هغه ته یې پېرزونې وړاندې کړې. "هغه زمونږ د جمهوریت شهید دی."

XS
SM
MD
LG