لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د غلامۍ د ختمېد ورځ ولمانځل شوه


تاریخ پوهه جېسي هالېڼد وايي که د جولای څلورمه نېټه د امریکې د ازادۍ ورځ په توګه لمانځل کېږي نو جون ټینت د افریقايي امریکایانو د ازادۍ ورځ په څیر لمانځل کېږي
تاریخ پوهه جېسي هالېڼد وايي که د جولای څلورمه نېټه د امریکې د ازادۍ ورځ په توګه لمانځل کېږي نو جون ټینت د افریقايي امریکایانو د ازادۍ ورځ په څیر لمانځل کېږي

په امریکا کې ګل، دوشنبې، په ورځ د جون ټينت یا د غلامۍ د ختمېدو ورځ لمانځل شوه.

دغه ورځ د کال ۱۸۶۵ د هغه حکمنامې په یاد کې هم ولمانځل شوه چې پکې د افریقايي امریکایانو غلامۍ نه د ازادۍ اعلان شوی و او غلامي غیرقانوني ټاکل شوې وه.

په ۱۸۶۳ کې د هغه وخت د امریکې صد اېبراهم لنکن د اېمېنسپېشن پراکلمېشن یا د ازادۍ اعلامیه جاري کړه چې ترمخه یې په امریکا کې د درې مېلین نه زیات تورپوستې افریقايي امریکایان د غلامۍ نه ازاد کړل.

دغه غلامان په کنفېډرېټ یا په هغو ریاستونو کې ازاد کړی شول چې په سول وار یا په خانه جنګۍ کې یې د غلامۍ نظام د برقرار ساتلو په حق کې وو.

د غلامانانو د ازادۍ اعلامیه د جنوبي کنفېډرېټ ریاستونو په ځینو برخو کې نه وه عملي کړی شوي چې ټېکسس ریاست هم پکې شامل و.

د غلامانو د ازادۍ اعلامیه عملي کولو دپاره مېجرجنرل ګورډن ګرېنګر د جون په ۱۹ نېټّ د ټېکسس ګېلوېسټن ته ورسېدو.
که څه هم صدر اېبراهم لنکن په امریکا کې د غلامۍ د ختمیدو دپاره اعلامیه دوه کاله وړاندې جاری کړې وه، په ګېلوېسټن کې پې عمل په ۱۸۶۵ کې وشوو او د یوې اندازې ترمخه ۲۵۰۰۰۰ غلامان ازاد کړی شول.

د جون ټینت ورځ هم د دغې واقعې په یاد کې لمانځل کېږي.

لیکواله او تاریخ پوهه جېسي هالېڼد وايي د ټېکسس ریاست سپين پوستي خبر وو چې خانه جنګي ختمه شوې او تور پوستو د غلامانو په څیر ساتل غیرقانوني ټاکل شوي دي خو دوی افریقايي امریکایان د دې نه بې خبره ساتلي وو.

مېرمن هالېنډ وايي جون ټینت دغه دروغ ختم کړل او د وفاقي حکومت ځواکونو په غلامۍ د بندیز نوی قانون عملي کړو.
په رسمي ډول د ختمېدو وروسته هم د غلامۍ نظام د څه وخت دپاره په ډېلاویر او کېنټکي ریاستونو کې دوام درلود.

د کال ۱۸۶۵ د ډسمبر په شپږمه نېټه د ایین دریالسم ترمیم منظور کړی شو چې له مخه یې په امریکا کې غلامي ختمه کړی شوه.

د جون ټینت ورځ په قامي کچه د رخصتۍ ورځ د لمانځلو قانون صدر بایډن لاس لیک کړو.

تاریخ پوهه جېسي هالېڼد وايي که د جولای څلورمه نېټه د امریکې د ازادۍ ورځ په توګه لمانځل کېږي نو جون ټینت د افریقايي امریکایانو د ازادۍ ورځ په څیر لمانځل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG