لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په اکثرو ریاستونو کې په کم عمرۍ کې د ودونو خلاف قوانین نشته


د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠١٧ پورې په ډیلاویر ریاست کې د ٢١٣ ماشومانو ودونه وشول چې پکې تر د ١۴ کلونو پورې ماشومان شامل وو
د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠١٧ پورې په ډیلاویر ریاست کې د ٢١٣ ماشومانو ودونه وشول چې پکې تر د ١۴ کلونو پورې ماشومان شامل وو

دا ډیره څه غیر معمولي خبره نه وي چې د واده وروسته ناویانې د سمندر په ساحل تصویران جوړ کړي.

د کم عمره جینکو د ودونو خلاف د "انچېنډ اېټ لاسټ" نومې تنظیم فعالانو په ډېلاویر او نیوجرزي ریاستونو کې د ماشومانو د ودونو خلاف د نوي قوانینو هرکلی وکړو او د ادارې فعالانو د سمندر په ساحل د ناویانو په جامو کې په داسې حال کې تصویران جوړ کړل چې په لاسونو کې زنځیرونه اچول شوي وو.

د انچېنډ ایټ لاسټ فعالانو د ډېلاویر او د نیورجرزي ریاستونو د قانون سازۍ په هرکلي کې په ساحل دغه مظاهره کوله.

د انچېنډ اېټ لاسټ مطلب دی چې زنځیرونه بالاخر لرې شول. د ادارې باني مېرمن فرېډی ریس ده چې غواړی د امریکې په ټولو ٥٠ ریاستونو کې د ماشومانو د ودونو خلاف قوانین جوړ شي.

مېرمن فرېډی ریس د ١٩ کالو وه چې واده یې وشو او د واده په ١١ مه میاشت یې ماشوم وزېږېدلو. هغه وايي مور او پلار په یوه زاړه پاله یهودي کورنۍ کې په په زور واده کړه، داسې واده چې د تشدد نه ډک و، هغې کار روزگار نشو کولی، په بېنک کې یې اکاونټ نشو خلاصولی او نه هم کرېډټ کارډ ساتلی شو او که چېرې نوکري یې کولی نو پېسې خاوند ته د ورکولو پابنده وه.

هغه وايي که چېرې خاوند ورته د روزگار اجازت ورکړی وی نو د یهودي قانون دلاندې به هغه پابنده وه چې پېسې ټولې خاوند ته ورکړي. مېرمن ریس بالاخر د خاوند خلا اخیستلو کې کامیابه شوه.

د مېرمن فرېډی ریس نایله امین هم ولاړه وه. مور او پلار یې د پاکستان نه امریکې ته راغلې دي. د اتو کلونو وه چې پلار یې خپل تربور ته ورړه. د ١٣ کلونو په عمر کې د نایله امین واده د ٢٦ سلیم نومې تن سره وشو. نایله وايي د خاوند مقصد یې امریکې ته ځان رارسول وو.

نایله امین وايي د هغې د خاوند دپاره د هغې اهمیت "ځما شین (امریکنی) پاسپورټ و." نایله امین په ١٧ کلنۍ کې طلاق شوه.

نایله امین وايي د هغې په کورنۍ کې د جینکو په کم عمرۍ کې ودونه څه نوي خبره نه وه. د هغې د مور د ١۴ کلونو په عمر کې واده شوی و.

نایله امین اوس په نیو جرزي ریاست کې "نایله امین فاونډېشن" نومې اداره چلوي چې هغو جینکو ته پناه ورکړي چې په زور د ودونو نه ځان بچ کول غواړي.

د امریکې په هر ریاست کې د ودونو بیلا بېل قوانین وجود لري. په ۴٨ هېوادونو کې د مختلفو شرایطو دلاندې د ١٨ کلونو نه د کم عمر جینکو ودونه کېدلی شي. په زیاترو ریاستونو کې یوازې د مور او پلار د دستخط ضرورت وي او په ځینو ریاستونو کې د واده دپاره د کم نه کم عمر حد نه دی ټاکل شوی خو ځینې شرایط ټاکل شوې دي. په واشنگټن ریاست کې په هر عمر کې واده کېدلی شي په شرط د دې چې عدالت یې اجازت ورکړي او د حمل ضرورت پکې پوره کېدلی شي.

تېر کال د مۍ په میاشت ډېلاویر ریاست د قانون سازۍ دلارې د ١٨ کلونو نه په کم عمر کې په واده پابندي ولگوله.

د کال ٢٠٠٠ نه تر د کال ٢٠١٧ پورې په ډیلاویر ریاست کې د ٢١٣ ماشومانو ودونه وشول چې پکې تر د ١۴ کلونو پورې ماشومان شامل وو.

د ډېلاویر وروسته، نیوجرزي ریاست هم په ماشوم والي کې ودونو خلاف قانون منظور کړو.

د انچېنډ اېټ لاسټ تنظیم ترمخه، ١٥ ریاستونو سږ کال په کم عمرۍ کې د ودونو خلاف قانون سازي کړې ده خو یو ریاست هم پکې واده دپاره د عمر حد ١٨ کاله نه دی ټاکلی.

ملگري ملتونه او د امریکې د انصاف وزارت د ١٨ کالو نه په کم عمر کې واده د انساني حقونو خلاف ورزي بولي خو په مېرمنو د تشدد او د کمرعمرۍ د ودونو خلاف کارونکې طاهیره نومې تنظیم وايي د کال ٢٠٠٠ او د ٢٠١٥ ترمنځ په امریکا کې د ٢٠٠٠٠٠ نه زیاتو ماشومانو ودونه شوې دي.

فرېډی ریس وايي د ودونو په اړه موجوده قوانین په مېرمنو د زور زیاتې او جنسي تېري د پټولو دپاره په غلطه ډول استعمالېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG