لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: چین د کرونا وایرس مخنیوي لپاره په وخت ګامونه نه وو اخیستي 


ماهرین وايي د کرونا وایرس لومړی د چین په ووهان ښار کې شروع شوی و
ماهرین وايي د کرونا وایرس لومړی د چین په ووهان ښار کې شروع شوی و

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن په چین تور لګولی چې یو کال وړاندې یې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یې په لومړو ورځو کې په چټکتیا ګامونه نه وو پورته کړي چې له کبله یې ټوله نړۍ د ډېرو بدو نتیجو سره مخامخ شوه او دا چې حالات به دومره نه وو خراب شوي که چېرې چېن په اولنو ورځو کې د کرونا واېرس خلاف په تندۍ انتظامات کړی وی.

د امریکې خبري ادارې اېن بي سي سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ د خبرو په وخت اېتني بلېنکن ووېل د هغه په فکر چین ته د کرونا وایرس د خورېدو په اولنو ورځو کې معلومه وه خو دا چې هغوي هغه څه ونه کړل، د څه چې ضرورت و،‌چې په وخت یې نړیوال پوهانو ته د کرونا وایرس د خورېدو ځاې ته د تګ،‌ معلوماتو شریکولو او شفاف حالاتو وړاندې کولو اجازت ورکړی وی.

د اېنتني بلېنکن دغه خبرو ته په فوري توګه چین څه جواب نه دی وېلی.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ به هم د کرونا وایرس خلاف د چین په ګامونو نیوکې کولې او دا ناروغي به یې ۍ د چاینه فلو په نوم یادوله.

د اېنتني بلېنکن ووېل په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس نه د مړو شویو خلکو وروستۍ شمېره چې د 2.9 ملین نه زیاته ده، پخپله ددې خبرې پخلی کوي چې چین او نورو ملکونوله اوس څه کول پکار دي.‌ نوموړي وویل په داسې حال کې چې دوی د کرونا وایرس مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي، دوي له په راتلونکې کې ددا سې ناروغو مخه نیولو لپاره د صحت د امنیت یو مضبوط نظام په ځاې کول پکار دي او که چېرې په راتلونکې کې داسې یو ناروغي مخې ته راځي، چې دوي د هغې اثر کمولو لپاره په وخت ګامونو پورته کولو قابل وي.

اېنتني بلېنکن ووېل د چین په ووهان ښار کې د کرونا وایرس خورېدو د ځای په حقله نورې پلټنې کول پکار دي چې دوی ته په پوره توګه معلومه شي چې هلته څه شوي وو چې په راتلونکې کې د داسې بیمارۍ نه تر‌ټولو ښه ممکنه طریقه باندې د بچ کېدو لپاره لارې ولټولی شي.

امریکا دا وخت هره هفته په ملینونو خلکو ته د کرونا وایرس خلاف وېکسین لګوي چې د نړۍ د هر یو ملک نه زیات دي. د امریکې صدر جو باېډن وېلي چې په یو هفته کې به د اتلس کالو نه زیات عمر ټول خلک د کرونا واېرس خلاف وېکسین لګولو لپاره اهل وي.

اېنتني بلېنکن وویل د امریکي حکومت اولنۍ ذمه واري خپلو خلکو ته وېکسین رسول دي خو زیاته کړې د هغه په فکر د دوي یو مهمه ذمه واري جوړیږي چې د ټولې نړۍ خلکو ته د کرونا واېرس خلاف وېکسین رسول یقیني کولو لپاره د مشرۍ کردار ولوبوي.

نوموړي ووېل ترڅو چې د نړۍ اکثریت خلکو ته وېکسین نه وي ورکړی شوي‌، د هغه وخت پورې به د کرونا واېرس مسله موجود وي ځکه چې د هغه په وېنا ترڅو چې دغه وایرس د یو نه بل ته خوریږي دا به خپل شکل بدلوي او په دوباره به خوریږي.

اېنتني بلېنکن ووېل د صحت نړیوالې ادارې کې د بیا شامېلېدو نه علاوه امریکا اراده لري چې په خصوصي توګه د غریب او منځني آمدن ملکونو ته زیات وېکسین ورسوي او زیاته کړې چې دوي د هندوستان، جاپان او آسټرېلیا سره ډې مهم انتظامات کړي چې په ټوله دنیا کې د وېکسین مقدار زیات کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG