د ډي جی اي په نوم یوې چینایي ډرون کمپنۍ د امریکې په شمول ځینو نورو هېوادونو ته د ډرون الوتکې ورکړې دي.
امریکا وايي دوي شک لري چې د ډرون دغه الوتکې چین ته د دوي حساس معلومات ورکوي یا لیږدوي.
د امریکې کېلېفورنیا ایالت د اور وژنې څانګې د دغې کمپنۍ څخه ۱۴ ډرون اخیستي خو د امریکا د کورنیو چارو وزارت د چین جوړ شوو دغو ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په کارولو سختې اندیښنې ښوودلي.
په کال ۲۰۱۷ کې د امریکا پوځ د ډي جي اي ډرون الوتکو په اخیستلو باندي بندیز لګولی وو.
د کېلېفورنیا د اور وژنې څانګې د عملیاتو مشر جیف کېلوين وویل چې د امریکا د کورني امنیت څانګې د اندیښنو په اړه جدي دي او زیاته کړي ده.
"موږ د دغو تورونو په اړه باخبر یو چې لګول کیږي. دا نوې خبره نه ده. موږ داسې لارې چارې لرو چې خپل معلومات محلي او محدوده وساتو چې بهر ونه وځي . موږ داسې لارې لرو چې دغه ډرون د انټرنټ سره و نه نښلوو او د انټرنټ له لارې معلومات و نه لیږو. په دې توګه مونږ کولی شو خپل معلومات یوازې په خپل سیسټم کې دننه وساتو. موږ په دې باوري یو."
د ډي جي اي د عامه خوندیتوب یو ځايي مشر رومیو دورشر دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې د دوي کمپنۍ تیر کال هم په دغه ډرون الوتکو کار کړی ترڅو کاروونکي د خپلو معلوماتو په اړه ټول کنټرول په خپل لاس کې ولري.
هغه زیاته کړه: "موږ د نورو هېوادونو امنیتي او حساس معلوماتو ته په کتو سره له خپلې لورې هر ګام اخیستی تر څو هر څوک د خپلو معلوماتو د کنټرول توان ولري. موږ د نورو معلوماتو باندې کاروبار نه کوو. مونږ غواړو چې دغه وسایل کاروونکو ته ورکړو تر څو ثابته کړي چې څنګه معلومات ذخیره شوي ، پروسس شوي یا هم لیږدول شوي."
هغه وايي په امریکا کې اټکل ۱۰۰۰ تنه د اور وژنې او پولیس څانګې د دغو ډرون الوتکو څخه کار اخلي او تر اوسه یې د ۲۰۰ څخه هم زیاتو کسانو ژوند ژغورلی.
هغه زیاتوي چې د دوي شرکت یا کمپنۍ د بېجینګ او واشنګټن تر منځ د روان تاوتریخوالي ښکار کیږي.