لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ویغور مسلمانانو د زور زیاتي الزاماتو په سر امریکې په ۱۱ چینايي کمپنو بندیزونه ولګول


په کېمپونو کې پاتې شوي کسان او د هغوی خپلوان وايي د تشدد د دړکو ترڅنګ دوی مجبورول کېږي چې خپل مذهب، ژبه او ثقافت پرېږدي او د کميونسټ پارټۍ او د صدر شي جن پنګ د وفادارۍ اعلان وکړي
په کېمپونو کې پاتې شوي کسان او د هغوی خپلوان وايي د تشدد د دړکو ترڅنګ دوی مجبورول کېږي چې خپل مذهب، ژبه او ثقافت پرېږدي او د کميونسټ پارټۍ او د صدر شي جن پنګ د وفادارۍ اعلان وکړي

امریکې په هغو ۱۱ چینايي کمپنو پابندۍ لګولي دي چې د چین په شمال مغربي صوبه سنکیانګ کې په ویغور مسلمانانو د زور زیاتي الزامات پرې لګول شوي دي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ویغور مسلمانو د حقونو د خلاف ورزیو په لړ کې په څلورو چینايي مامورینو هم بندیزونه لګولي دي او چین په بدل کې د امریکې سېنټ هغو څلورو غړو خلاف ګامونه اعلان کړي چې د ویغور مسلمانانو سره کېدونکي سلوک په سر په چین تنقید کوي.

ای پي وویل امریکې د چینايي کمپنو خلاف تازه اقدامات د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان کړل چې په چین د فشار زیاتوولو په لړ کې امریکايي تګلارې برخه ده.

رپورټ وايي په چین الزامات لګول کیږي چې په سنکیانګ کې یې ویغور مسلمانان په توګه اجتماعي بندیوان کړي دي، خبري مشق ترې اخلي او د بنیاني انساني حقونو خلاف ورزۍ یې کیږي. چین دا خبره ردوي، وايي دغه تربیتي مرکزونه دي او د تندلاریتوب په ضد تعلیمات پکې ورکړی کیږي.

د امریکې د تجارت وزارت وویل په کومو ۱۱ چینايي کمپنو چې بندیزونه لګول شوي دي د امریکې ټېکنالوجۍ ته به یوازې په محدوده کچه رسايي لرلی شي.

ای پي وايي د اندازې ترمخه چین د یو مېلین نه زیات مسلمانان او د مسلمانانو نورې اقلیتي ډلې په کېمپونو کې بند کړي دي چې حکومت یې تربیتي مرکزونه بولي. چین وايي دغه مرکزونه اوس تړل شوي دي خو د ای پي خبر وايي ددې خبرې په ازاده توګه تصدیق ممکن نه دی ځکه چې چینايي مامورین په سیمه کې خبریالانو ته په ازاده توګه د خبرونو راټوولو اجازت نه ورکوي.

په کېمپونو کې پاتې شوي کسان او د هغوی خپلوان وايي د تشدد د دړکو ترڅنګ دوی مجبورول کېږي چې خپل مذهب، ژبه او ثقافت پرېږدي او د کميونسټ پارټۍ او د صدر شي جن پنګ د وفادارۍ اعلان وکړي.

د امریکې د تجارت وزارت د تېر کال د اکتوبر او د سږ کال د جون په میاشت کې هم د ۳۷ چینايي کمپنو خلاف د بندیزونو اعلان کړی و.

چین د امریکايي اقداماتو غندنه وکړه او ویې وېل د چینايي کمپنو د تحفظ دپاره به ګامونه اخلي خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG