لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي جنرل: په افریقا کې د چین زیاتېدونکی نفوذ امرېکې دپاره خطر جوړېدلی شي


جنرل سټیفن ټاون سېنډ

د افریقا لپاره د امریکې د پوځ مشر خبرداری کړی چې یواځې د بحرالکاهل ( پېسېفک) د اوبو نه نه بلکې د بحر اوقیانوس ( اټلانټک) د اوبو نه هم امریکې د چین ګواښ سره مخامخ کېدلی شي.
د خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس سره مرکه جنرل سټیفن ټاون سېنډ وویل بېجنګ غواړي د افریقا په مغربي ساحل د خصوصي ځواکونو یا جنګي جازونو د پاره لویه بندرګاه جوړه کړي.

ټاونسېنډ ویلي چې سمندري مرکز د قایمولو د ارادو پا خاطر چین د مورطانیه نه واخله تر نیمیبیا پورې هېوادونو سره رابطو کې دی او حقیقت ته وکتلی شي نو چین به ددې جوګه شي چې سمندري جنګي بېړۍ د اټلانټک نه واخله تر د پېسېفک پورې پراخه کړي.

ټاونسېنډ ویلي دي چې د چین نظر د جبوتي ترڅنګ د اټلانټک په ساحل هم دی او دغلته د جنګي بېړو د مرمت او بحالۍ لپاره مرکزونه ګوري چې بیا به یې د لانجمنو پوځي مقصدونو لپاره کاروي.

د امریکايي جرنیل دا تازه خبرادری په داسې حال کې کړی چې پېنټګان خپل ټول پام د دوه لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ضد جګړې نه د عټو مخالفه طاقتونو چین او روس لخوا په انډوپېسفک سیمه کې موجودو ګواښونو ته اړولی دی.

د صدر بایډن انتظامیه دا نظر لري چې چین په تېزۍ پوځي طاقت او اقتصادي اثر غځوي چې د امریکا د پاره د اوږدې مودې چېلنج جوړیدی شي.

په ټوله نړۍ کې د امریکا پوځي کمانډران په دې نظر دي چې چین یواځې په بحرالکاهل کې نه بلکې په اېشیا کې هم خپلې قبضې پراخه کوي. ددوي دلیل دادی چې بیجنګ په ډېر تېزۍ سره په افریقايي هېوادونو، سویلي امریکا او منځني ختیځ کې هم اقتصادي اثر زیاتوي بلکې دغلته خپل مرکزونه او پښې هم ښخوي.

د مرکې په وخت ټاونسېنډ ویلي دي چین په اول ځل بهر نړۍ کې د افریقا په ښکر جبوتي کې یو کال وړاندې سمندر ي پوځي مرکز جوړ کړی او په ورو ورو یې دغلته صلاحیت زیات کړی او اوس یې دغه ځای کې 2000 پوځیان ګمارلي چې پکې په سلګونو خصوي ځواکونه هم شامل دي ، د امنیت دندې ترسره کوي. دوي سره هر قسمه وسله او جنګي ګاډي هم شته او زر به د بریدونو د پاره هیلي کاپترې هم کاروي.

ځیني وخت دا هم ویلي کېږي چې چین د افریقا په مشرقي ساحل هم تنزانیه سره د سمندي اډې جوړولو لپاره کار کوي خو ټاونسېنډ وايي په دې اړه لا بیجنګ څه فېصله نه ده کړی ځکه چین په دغه ځای اندېښنې لري. ددې ترڅنګ چینایان د په ګېني خلیج په اۍډه هم نظر ساتي.

د چین د خپرېدونکی پوځي او قتصادي اغېز د مخنیوي او په نړۍ کې د امریکا د اثر زیاتولو په خاطر د امریکې د دفاع وزارت یوې داسې منصوبې ته کتنه کوي چې وګوري د امریکا پوځي موجودګۍ تعین وکړي. تمه دغه کتنه به تر ګرمۍ اخېره پو ه سرته ورسي.

XS
SM
MD
LG