لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او شي جینپنګ د اسیايي هیوداونو مشرانو ته د تجارت جلا جلا لارې ښودلي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د اسیا پېسفیک سیمې د لوړ رتبه سوداګریزو مشرانو په خبرو کې وویلي، په سیمه کې له هر هېواد سره په جلا جلا توګه سوداګریز تړون ته تیار دی.

خو ټرمپ په کلکه دا رد کړه چې له ګڼو هېوادونو سره دې د یوه سوداګریز تړون په بڼه سوداګري وکړي لکه د اسیا پاسفیک له ۱۲ هېوادونو سره د امریکا له سوداګریز تړون، چې ټرمپ ترې د خپلې ادارې په لومړیو ورځو کې وتلی و.

ددغه سېمې د هیوادونو مشرانو ته په وینا کې صدر ټرمپ ویلي ٫٫ زه به د اسیا پاسفیک له هر هغه هېواد سره چې مونږ سره سوداګریزه راکړه ورکړه غواړي په جلا جلا توګه تړون وکړم چې په سوداګریزو اصولو به برابر وي. خو مونږ به په داسې یو ستر تړون کې نه ننوځو په کوم کې چې زمونږ لاسونه بیا وتړل شي، خپلواکي راڅخه واخیستل شي او د لازم بدلون راوستل پکې نا ممکن شي.٬٬

ټرمپ خواشیني څرګنده کړه چې کله یې هېواد د مارکیټ په وړاندې خنډونه لیرې کړل نو نورو هېوادونو په خپل مارکیټ کې امریکا ته برخه ور نه کړه.

د امریکا صدر هیله څرګنده کړه چې تر دې وروسته به د امریکا شریکان قوانینو ته ژمن پاتې شي.صدر ټرمپ وړاندې ویلي ٫٫ مونږ تمه لرو چې مارکیټ به دواړو خواوو ته په مساوي توګه پرانیستی وي او ازاد پانګوال به نیغ په نېغه پانګونه وکړي نه حکومتي شریکان.٬٬

د چین صدر شې جینپینګ چې هېواد یې د حکومتي پلانونو له امله خورا پر مخ روان دی د ټرمپ خبرو نه وروسته ژر خبرې وکړې.

ښاغلي شي د ازادې سوداګرۍ د نظریې هرکلی وکړ او دا یې د سیمې او دوه اړخیزو اقتصادي تړونونو ته ګټور وبلل.

چین د ټرانس پاسفیک پارټنرشیف له تړون څخه ویستل شوه و. ددغه تړون په سر کې امریکا او جاپان وو چې هدف یې د چین د سټراټیژیکو اهدافو په مقابل کې د یوه اقتصادي ځواک جوړول و.

چینایي صدر دا هم وویل چې نړیوال کېدل یا ګلوبلایزیشن په شاتګ نه کوي او باید نړي یې د ښه توازن او بریا لپاره په ګډه کار وکړي. ٫٫ په اوسنیو حالاتو کې د اقتصادي نړیوال کېدو تجربه له یوشمېر ستونزو سره مخ ده یو دلیل یې دا دی چې پدې کې ټول نه دی شامل. باید ډیره هڅه وشي چې بیلابیل هېوادونه او د هغوی خلک د پرمختګ څخه ګټه واخلي.٬٬

پدې مسله کې د نړۍ د دوه سترو اقتصادي هېوادونو د مشرانو د نظریو جلاوالی دا پوښتنه راپورته کوي چې د دواړو ترمنځ سیالي به یوه ورځ په شخړې بدله شي او که به په سولیزه توګه د یوه او بل سره کار کولو ته دوام ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG