لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د روس او د چین په دوو کمپنو پابندۍ ولگولې


A Polish imam, right, and two other members of a Muslim community bury the tiny white casket of an unborn Iraqi boy, in Bohoniki, Poland. The child is the latest life claimed as thousands of migrants from the Middle East have sought to enter the European Union.
A Polish imam, right, and two other members of a Muslim community bury the tiny white casket of an unborn Iraqi boy, in Bohoniki, Poland. The child is the latest life claimed as thousands of migrants from the Middle East have sought to enter the European Union.

د امریکې د خزانې وزارت د روس په یو بېنک د جمعې په ورځ په دې وجه پابندي ولگوله چې د شمالي کوریا سره یې د اېټمي او د بېلیسټک مزایلو په پروگرامونو کې مرسته کوله.

د روسي بېنک نه علاوه د امریکې د خزانې وزارت په چین کې مېشته دوو کمپنو باندې هم پابندۍ ولگولې چې په خفیه توگه یې د کوریا سره لېن دېن کولو.

د امریکې د خزانې وزارت دغه اقدامات په داسې مهال کړي دي چې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د سیمې په دوره دی او د خالي، شنبې، په ورځ به په سنگاپور کې د جنوب ختیځې ایشیايي هېوادونو مشرانو باندې غږ کوي چې په شمالي کوریا دې پابندۍ پرځای وساتي.

امریکا غواړي چې شمالي کوریا دې خپل اېټمي پروگرام ختم کړي. په دې لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې هم شوي دي.

د جمعې په ورځ مایک پامپېیو د چین خارجه وزیر وان ايي سره په سنگاپور کې ولیدل.

دواړو وزیرانو د خپلو خبرو په اړه مطبوعاتو ته څه معلومات ورنکړل خو د ملاقات ورسته چین اعلان وکړو چې که چېرې امریکې د چین په صادراتو د ماليي شرح زیاته کړه نو چین به هم د امریکې نه د ٦٠ ارب ډالرو مالیت صادراتو مالیا کې اضافه وکړي.

امریکا وايي چین دې د امریکې تجارتي رازونه نه غلا کوي او چینايي کمپنیانو ته دې اسانې قرضې نه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG