لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کماله هېرېس: چین د ساوت چاینا سي په سیمه کې د ویرولو اقدامات کوي


د سنګاپور د سفر په مهال خپله وېنا کې مېرمن هېرېس وویل چین د قانون به بنیاد جوړ نظام کمزوری کړی دی او د نورو قومونو خپلواکي یې د خطر سره مخامخ کړې ده
د سنګاپور د سفر په مهال خپله وېنا کې مېرمن هېرېس وویل چین د قانون به بنیاد جوړ نظام کمزوری کړی دی او د نورو قومونو خپلواکي یې د خطر سره مخامخ کړې ده

د امریکې نایب صدرې کماله هېرېس ویلي چین د ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین سمندر په سیمه کې د ویرولو او د سیمې په زیاتره برخو د ملکیت دعوو ته دوام ورکړی دی.

د سنګاپور د سفر په مهال خپله وېنا کې مېرمن هېرېس وویل چین د قانون به بنیاد جوړ نظام کمزوری کړی دی او د نورو قومونو خپلواکي یې د خطر سره مخامخ کړې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د چین مخه نیول صدر جوبا یډن د خپل حکومت د خارجه تګلارې اهمه برخه جوړه کړې ده.

کماله هېر ېس وویل "د دې خطراتو په ضد به امریکا د خپلو اتحادیانو او همکارانو تر څنګ ولاړه ده."

د کماله هېرېس د خبرو په ځواب کې د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېن بېن وویل امریکا یو داسې نظام غواړي چې پکې نور ملکونه قصداً بدنامولی او ویرولی شي.

کماله هېرېس وویل هغه غواړي چې امن، ثبات، په سمندر د ازادۍ، بغیر د څه خنډ تجارت، د انساني حقونو پرمختګ او د قانون په بنیاد نړیوال نظام سره د امریکې ژمنه څرګنده کړې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ کماله هېرېس د رسد د رنځیر او همکارۍ په موضوع په یوه غوڼده کې هم برخه واخیستله.

ټاکل شوي وه چې مېرمن هېرېس به د نهې، سه شنبې، په ورځ وېت نام ته ځی چې دغه هېواد ته به د امریکايي نایب صدر لومړی سفر وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG