لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین خبرداری ورکړی امریکا تجارتي اړیکې د خطرو حد ته بوځي


محمد اکرام

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په چیناي جوړو سامانونو باندې د ۶۰ اربه ډالره پورې ټېکسونو لګولو ته چین په سمدستي توګه ځواب ویلي او خبرداری يې ورکړی چې د امریکې دغه ګام به ددواړه ملکونوترمنځ تجارتي تعلقات د خطرې حد ته بوځي.

د چین تجارت وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې په واشنګټن غږ کړی چې د خپلې تګلارې په راتلونکو ګامونو باندې په احتیاط سره غور وکړي او په امریکا يې زور راوړی چې ځان د خطرې د غاړې نه په شا کړي.

د امریکا صدر د زیارت په ورځ یو یاد داشت لاس لیک کړی کوم چې به په خوا شاه ۱۳۰۰چینايي جوړ سامانونو باندې ۶۰ ارب ډالره پورې ټیکسونو لګولو ته لار هواره کړي.

د نړۍ ددغه دوه غټ اقتصادې ملکونو ترمنځ د ممکنه تجارتي جنګ له ویرې په نړۍ کې سټاک مارکیټونه د تېرې یو هفتې راهسې په ښکته روان دي او سرمایه کارانو په سټاک مارکیټ کې په اربونو ډالره بایللي.

د چین وزارت په یو ځان له بیان کې نن اعلان کړی دوي د امریکې لخوا روانه میاشت په سټیل او ایلومینم سامانونو باندې لګول شوي ټیکسونو ته ځواب ورکوي او دا که ضروري وه نو د امریکې جوړ ۱۲۸ بیلا بیل مصنوعاتو باندې به د ۱۵ فیصده پورې ټیکسونه لګوي چې خوا شا درې اربه ډالره جوړیږي.

چین ویلي په امریکاي مصنوعاتو به اعلان کړي ټیکسونه هغه وخت پرځاې کړي که چرې د امریکې او چین ترمنځ د نوو ټیکسونو په سر تړون اونه شو نو دوي به دغه ګام عملي کوي.

بیجنګ دا هم ویلي د خپلو حقونو تحفظ لپاره به د ډانلډ ټرمپ تجارتي ګامونو په ځواب کې د تجارت نړیوال تنظیم، ډبلیو ټي او کې ددې پرضد ګام پورته کوي.

چین ویلي که چرې دوي تجارتي جنګ کوي نو د اخري وخت پورې به جنګ کوي.

د چین د سختو خبرو باوجود بیجنګ په ځوابي ګام کې زیاته ستختي نه ده ښودلې. په هدف کړی شوو امریکاي مصنوعاتو باندې ۳ ارب ډالره ټیکسونه لګول د واشنګټن ۶۰ ارب ډالره تجارتي بندیزونو په مقابله کې ډېر معمولي ګڼلی کېږي خو په اوسني حالاتو کې داسې ښکاري بیجنګ په تجارتي میدان کې د نېغ په نېغه جګړې نه ځان ساتل غواړي.

XS
SM
MD
LG