لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ویغور مسلمانانو د ځورولو په سر په چینايي مامورینو د بندیزونو غوښتنه


د کانگرس د غړو دغه ډلې وویل د چین په مغربي سنکیانگ صوبه کې په ویغور او نورو مسلمان اقلیتونو باندې تشدد کولی شي، په عبادت او ثقافتی دستورو یې قدغنونه دي او دغه خلک په بې دریغه توگه نیول کیږي چې پکې په هغه مرکزونو کې بندي کېدل هم شامل دي چې چینايي مامورین ورته "پولېټیکل ري اېجوکیشن" یا بیا د سره د سیاسي تعلیم مرکرونه وايي
د کانگرس د غړو دغه ډلې وویل د چین په مغربي سنکیانگ صوبه کې په ویغور او نورو مسلمان اقلیتونو باندې تشدد کولی شي، په عبادت او ثقافتی دستورو یې قدغنونه دي او دغه خلک په بې دریغه توگه نیول کیږي چې پکې په هغه مرکزونو کې بندي کېدل هم شامل دي چې چینايي مامورین ورته "پولېټیکل ري اېجوکیشن" یا بیا د سره د سیاسي تعلیم مرکرونه وايي

د امریکې د کانگرس د ١٧ غړو یوې ډلې د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د چین په سنکیانگ صوبه کې د ویغور مسلمانانو د انساني حقونو په خلاف ورزیو کې ککړو لوړ رتبه چینايي مامورینو دې بندیزونه ولگوي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو او د خزانې وزیر سټېون منوشن ته د شور، چارشنبې، په ورځ لیکل شوي خط کې د کانگرس د غړو دغه ډلې وویل د چین په مغربي سنکیانگ صوبه کې په ویغور او نورو مسلمان اقلیتونو باندې تشدد کولی شي، په عبادت او ثقافتی دستورو یې قدغنونه دي او دغه خلک په بې دریغه توگه نیول کیږي چې پکې په هغه مرکزونو کې بندي کېدل هم شامل دي چې چینايي مامورین ورته "پولېټیکل ري اېجوکیشن" یا بیا د سره د سیاسي تعلیم مرکرونه وايي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې هووا چوینگ د امریکايي قانون سازانو خبره در کړه او په بیجنگ کې یې خبریالانو ته وویل "د بل چا په چارو کې د پېزه وهلو پرځای دې دوی (امریکايي قانون سازان) په خپل کار توجه وکړي" او ځانونه دې د انساني حقونو منصفان نه گڼي.

چین تېر کال د تندروۍ په شک کې د ویغورو د نیولو لړۍ پېل کړه.

د ویغورو د حقونو دپاره کارکونکي او نورې ډلې وايي داسې ښکارې چې تراوسه پورې د ١٢٠٠٠٠ نه واخلي تر د ١٠ لکو پورې ویغور نیول شوې دي.

بیجنگ وايي سنکیانگ مسلح اسلامي وسلوالو سنکیانگ د خطر سره مخامخ کړی دی چې د حملو سازشونه کوي او د ویغور مسلمانانو او د هان چینایانو ترمنځ تاوتریخوالی راپاروي.

د امریکې حکومت ته د کانگرس غړو خط سنېټر مارکو روبیو او د نمایندگانو د ایوان غړي کرسټوفر سمت لاس لیک کړی دی د چین د چارو دپاره د کانگرس د کمیټۍ مشر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG