لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ۱۰۰۰ چینايي طالب علمانو ویزې منسوخ کړي


صدر ټرمپ او د چین صدر ژي جن پنګ
صدر ټرمپ او د چین صدر ژي جن پنګ

د امریکې حکومت د ۱۰۰۰نه زیاتو هغو چینايي زدکوونکو ویزې منسوخ کړي او ملک بدر کړي یې دي چې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميي هېواد دپاره خطر بللي.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ د شورو، چهارشبنې، په ورخ په یو بیان کې وویل د چینايي شهریانو د ویزو منسوخوولو امر صدر ټرمپ د می په ۲۹ نېټه یو حکمنامه کې کړی و.

د صدر ټرمپ د حکمنامې هدف د امریکې په تعلیمي ادارو کې موجود هغه چینايي طالب علمان وو چې وړاندې یې سبق د چین د پوځ، پیپلز لېبرېشن ارمي، په کالجونو او یونیورسټو کې ویلې و.

د صدر ټرمپ حکومت ويلي چینايي طالب علمان د خپل ملک پوځي او اقتصادي مد ته د دوې ورکولو په خاطر د امریکې انټلېچوول پراپرټي رایټس یا صنعتي حقونه د غلا کوولو دپاره امریکې ته راغلي وو.

د سټېټ ډپارټمنټ یوې ترجمانې وویل د ۱۰۰۰ نه زیاتو چینايي طالب علمانو او محقیقینو ویزې د جون د لومړۍ نېټې څخه منسوخ کړی شوي دي. هغې وویل د کومو زدکوونکو ویزې چې منسوخ شوي دوی د ۳۶۰۰۰۰ نه د زیات تعداد هغو چینايي طالب علمانو ډیره کمه برخه ده چې دا وخت په امریکا کې تعلیم ترلاسه کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجماني وویل د هغو قانوني چینایي زدکوونکو هرکلی کوي چې د چین د کمیونسټ ګوند د پوځی برترۍ هدف په وړاندې نه بیايي

چین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په واشنګټن د سیاسي انتقام او د نسلي امتیاز الزام ولګوولو.

د وي او انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د چینايي طالب علمانو ویزې منسوخېدل د هغو ګامونو برخه ده چې امریکې او چین په ورستي وختونو کې د یو بل په ضد اخیستي دي.

رپورټ وايي د دنیا د دواړو لویو اقتصادي قوتونو ترمنځ په نژدې وختونو کې د اقتصاد، ټېکنالوجۍ، کرونا وایرس، د چین زیاتېدونکي جارحانه دریځ او په هانګ کانګ کې د چین د اقداماتو په تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG