لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د دفاع وزير پاکستاني چارواکو سره په مهمو چارو خبرې کړي


چک هيگل د پاکستان وزير اعظم ميا نوازشريف او پوځ د نوي سر لښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي .
چک هيگل د پاکستان وزير اعظم ميا نوازشريف او پوځ د نوي سر لښکر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي .

د امريکا د دفاع وزير چک هيگل د پاکستان وزير اعظم ميا نوازشريف او پوځ د نوي سر لښکر جنرال راحيل شريف سره يې ليدلي دي . د امريکې د دفاع وزير د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی دی ، چې د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ په قبائلي سيمو کې د امريکايې ډرون په سر تاؤ تريخوالی موجود دی .


اسلام اباد ـ د امريکا د دفاع وزير چک هيگل د گل په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی دی . او د پاکستان وزير اعظم ميا نوازشريف او پوځ د نوي سر لښکر جنرال راحيل شريف سره يې ليدلي دي .
د امريکې د دفاع وزير چک هيگل د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی دی ، چې د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ په قبائلي سيمو کې د امريکايې ډرون په سر تاؤ تريخوالی موجود دی .
د راپورونو ترمخه د امريکا د دفاع وزير چک هيگل د وزيراعظم نوازشريف سره ملاقات کې د امريکا او پاکستان ترمنځ په دوه اړخيزه تعلقاتو او د سميې په حالاتو خبرې کړي دي . په دغه مهال افغانستان کې د ثبات او د نېټو ځواکونو ته د سپلايې ودرولو د مسلې په اړه هم خبرې اترې شوي دي .
وزيراعظم سره د ملاقات وروستو چک هيگل د پاکستاني پوځ د نوي سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم د پوځ په جنرل هېډکوارټر راولپنډۍ کې ليدلي دي . په دغه ملاقات کې د چک هيگل او د جنرال راحيل شريف ترمنځ د دواړه هېوادونو په دفاعې اړيکو ، د دوه اړخيزه تعلقاتو او سيمه کې د استحکام په اړه خبرې شوي دي .
د امريکې د دفاع وزير چک هيگل د دورې په اړه څيړونکي وايې ، چې دغه دوره به د دواړه هېوادونو ترمنځ د تعلقاتوپه ښه والي کې گټوره وگرځي .
د چک هيگل او نوازشريف د ملاقات په مهال د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا ځانگړی استازی جېمز ډوبنس ، د پاکستان د خارجه چاروسيکرټري جليل عباس جېلاني ، د دفاع وزير خواجه اصف او د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار هم موجود وو.
چک هيگل په تېرو څلورو کالو کې د امريکا لخوا د دفاع وړومبې وزير دی چې د پاکستان دوره يې کړې ده .
د امريکا د دفاع وزير چک هيگل د افغانستان د دورې وروستو پاکستان ته راغلی دی . نوموړي د افغانستان د دفاع وزيربسم الله خان سره ليده کاته کړي دي . او د افغانستان او واشنگټن ترمنځ د امنيت په معاهده يې ورسره د لاس ليک کولو خبرې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG