لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ: سي ايي ای غلط معلومات خواره کړې


تیره هفته د کمیټۍ مشرې سنیټرې ډائین فائن سټائن په سې ايي ای الزام ولگولو چې ادارې يي په غیر مناسبه توگه د هغې کمپیوټر لټولی چې د سې ايي ای د تحقیقاتو دپاره استعمال شوی وو
تیره هفته د کمیټۍ مشرې سنیټرې ډائین فائن سټائن په سې ايي ای الزام ولگولو چې ادارې يي په غیر مناسبه توگه د هغې کمپیوټر لټولی چې د سې ايي ای د تحقیقاتو دپاره استعمال شوی وو
د امریکې سنیټ د استخباراتي چارو کمېټۍ خپل یو رپورټ کې ویلي سې ايي ای تر کلونو کلونو پورې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوو کسانو د تفیش د طریقو په هکله اولس ته غلط معلومات ورکړې دي.
د رپورټ تفصیلات د امریکې سرښار واشنگټن نه خوریدونکې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ خپل یو خبر کې شائع کړې دي. د سنیټ رپورټ کې ویل شوي د سې ايي ای دا دعوه غلطه ده چې د ادارې د سخت تفیش دلارې د نیول شوو مشکوک ترهگرو نه يي قیمتي معلومات ترلاسه کړې دي.
رپورټ وايي مشکوک ترهگر د تفیش سختو طریقو سره د مخ کیدو نه وړاندې د سي ايي ای ایجنټانو ته معلومات ورکړې وو.
د ٦٣٠٠ پاڼو رپورټ وايي سې ايي ای د تفتیش د سختو طریقو نه د کانگرس غړي بې خبره ساتلې وو.
د تفتیش په طریقو خپله سې ايي ای کې هم اختلافات موجود وو. واشنگټن پوسټ وايي په یوه موقعه تهالینډ کې د سې ايي ای افسران د مشکوک ترهگر تفیش په مهال بهر ووتل ځکه چې هغوي هغه د بې رحمه طریقې د کتلو زړه نه لرلو.
رپورټ د تیرو څلورو کلونو د تحقیق نه نتیجه ده چې د کال ٢٠٠١ د حملو ورسته يي د سې ايي ای د تفیش سخت طریقه کار ته يي کتنه کړې ده. عوامو ته رپورټ د شائع کولو وړاندې سنیټ خپل رپورټ د تبصرې د پاره سې ايي ای ته هم لیږلی دی.
تیره هفته د کمیټۍ مشرې سنیټرې ډائین فائن سټائن په سې ايي ای الزام ولگولو چې ادارې يي په غیر مناسبه توگه د هغې کمپیوټر لټولی چې د سې ايي ای د تحقیقاتو دپاره استعمال شوی وو.
سې ايي ای ویلې د سنیټ افسرانو د خپل تحقیق په لړ کې په غیرقانوني توگه خفیه دستاویزات د ځان سره وړلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG