لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ادا کارۍ د لارې د امریکې د سول وار یا خانه جنگۍ منظر کشي


 د مېرلینډ په بالټیمور ښار کې د جنوبي ریاستونو د پوځ یو مشر رابرټ ايي لي مجسمه نړول کیږي
د مېرلینډ په بالټیمور ښار کې د جنوبي ریاستونو د پوځ یو مشر رابرټ ايي لي مجسمه نړول کیږي

د امریکې سول وار یا د هیواد دننه د شمالي او جنوبي ریاستو ترمنځ جنگ ١٥٠ کاله وړاندې ختم شوی دی خو ځینې امریکایان اوس هم ددې جنگ حالات د خپلې ادا کارۍ دلارې بیا راژوندي کوي.

د تیرو وختونو د حالاتو منظر کشۍ لپاره دغه ادا کاران د هغه د پوځیانو دریشۍ یا یونېفارمونه، د هغه وخت ټوپکې او د هغه وخت د خوراکونو په رنگ خوراک اخلي او په خیمو کې د خپلو نېکونو د جنگ په میدانونو وده کیږي.

د جنگ دا ادا کاري په داسې وخت کولی شي چې په امریکا کې دا بحثونه تاوده شوي چې ایا د جنوبي ریاستونو د جنگ مشرانو او عسکرو یادگارونه دې محفوظ وساتل شي او که لرې کړی شي. جنوبي ریاستونه سول وار کې د ماتي ښکار شوي وو.

پیډروس پیډروسېان د دومره وخت راهسې د خانه جنگۍ د وخت دریشي یا یونیفارم اغوندي چې اوس ورته دا د ادا کارۍ پرځای حقیقت ښکاري. هغه د یو ادا کار په حیث د نیویارک انفینټري ریجمنټ د یو سل او څلېرشتمې دستې مشر یا کمانډر دی.

ښاغلی پیډروسیان وايي "ځما د پلار ټبر د دویم جنگ عظیم نه وړاندې د ترک ارمینیا نه راغلی و. په دغه وخت کې د ترک ارمینیا حالات ډیر خراب و او څه رنگ چې زیاتره کډوال کوي، هغوي هم زر تر زره ځانونه امریکایان کول غوښتل. ځما دپاره د امریکې تاریخ محفوظ ساتل یو اعزاز دی او هم ددې جنگ په وجه امریکا د متحد ریاستونو شکل اختیار کړو."

د ادا کارۍ دلارې د سول وار یا د خانه جنگۍ منظر کشي کتونکې کال ١٨٦٢ ته بوځي. عن دا چې خوراک هم د هغه وخت دی.

پیډروسیان وایي "مونږ ته هره ورځ د نیم کلو غوښه راکول کیږي او که څوک د څو پیسو خرچ کولو توان لري نو هغه د ځان دپاره د شکرې یو گټ او څه لږ شان وړه هم اخیستی شي. دغه وړه په وازده کې پخیږي او دا ځما د سحر، غرمې او د ماښام خوراک دی."

د امریکې د شمالي او جنوبي ریاستونو ترمنځ د سول وار یا د خانه جنگۍ یو سبب غلامي وه. په صنعتي لحاظ پرمخته تللي شمالي ریاستونو غلامي ختمول غوښتل او په جنوبي ریاستونو کې کرکیله زیاته کیده او د غلامانو د ساتلو حمایت یې کولو.

تاریخ پوه ډیوډ ټاپس وايي جنوبي ریاستونو د خپلواکۍ او شمالي ریاستونو د ازادۍ لپاره جنگ کولو او خلک وايي دا دواړه بېلې بېلې خبرې دي. "د شمال عسکر چې د کومې ازادۍ لپاره جنگیدو دا د بل چا ازادي."

کیون فرار د کنفډریټ یا د جنوبي ریاستونو د پوځ ادا کاري کوي. "مونږ په انفرادي توگه د خپلو ریاستونو د ازادۍ دپاره جنگیدو. زیاتره عسکرو نه خو په غلامۍ یقین کولو او نه یې غلامان لرل او دوي د غلامانو په خاطر نه جنیگدل."

ځینې ادا کاران وايي دا بحث بې ځایه دی چې د کنفریډریټ پوځ یادگارونه دې جنوبي ریاستونو ته منتقل کړی شي.

تاریخ پوه ډیویډ ټاپس وايي د یادگارونو نړول داسې دې لکه چې څوک تاریخ هیر کړي، د ماضي سره خپل تعلق وشلوي او بیا هیڅ پاتې نشي. "ځما مشران هم په کنفډریټ پوځ کې جنگیدلي وو او کوم خلک چې د هغوی یادگارونه نړوي په حقیقت کې د هغوی بې حرمتي کوي، ددې ملک، د خپل تاریخ او ځما بې حرمتي کوي."

پیډروس پیډروسېان د یونین یا د شمالي ریاستونو د پوځ ادا کاري کوي، د صدر ابراهم لنکن د صدرات د دویمې دورې د پرانستلو په وخت د هغه دا وینا تکراروي چې د هر چا لپاره په زړه کې د دښمنۍ پرځای معافي لري چې مقصد یې د جنگ په پرهرونو مرهم لگول وو او د یو قام په حیث پورته کیدل وو. "ځما په خیا هم دا پیغام د ځان سره ساتل پکاري او هم د معافۍ په دې جذبه دغه یادگارونه ساتل پکار دي."

خو ځېنې تاریخ پوهان وايي زیاته غوره خبره به دا وي چې د تاریخ زدکړه او بیا پرې عمل وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG