لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا کې د کرونا پرضد وېکسین منظورۍ ته نژدې دي


د خوراک او د دوایانو د منظورۍ اداره یا اېف ډي ای

په امریکا کې د خوراک او د دوایانو د منظورۍ ادارې یا اېف ډي ای لخو د فاېزر او باېوان ټېک لخوا د کرونا واېرس پرضد وېکسین د منظورۍ په اخیرۍ مرحلو کې دی کوم چې د کرونا وبا د مخنیوي په لړ کې ۹۵ اثرناکه بلل شوی دی.‌

دغه وېکسین د امریکا د دوایانو کمپنۍ فاېزر او د جرمني بایو ان ټېک لخوا په ګډه تیار کړی شوی.

زیات ګمان کیږي چې اېف ډي ای به د جمعې په ورځ ناوخته یا د خالي/ شنبې په ورځ وختي په بیړني حالاتو کې د دغه وېکسین منظوري ورکړي. تیره ورځ د اېف ډي ای یو ځانګړې ډلې د دغې منظوري ورکړې وه. په بیړني حالاتو کې د دغه ویکسینو د منظورې فیصله په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ وړاندې په امریکا کې د کرونا وایرسه د ورځې په حساب تر ټولو زیات ۳۱۰۰ مرګونه ریکارډ شوي.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه د زیارت د ورځې پورې په ګرده امریکا کې د دې وبا نه د اغیزمنو کسانو شمیره ۱۵.۵ میلینه نه اوختې او ۲ لکه ۹۱ زره نه زیات کسان ترې مړه شوي.

د کرونا پرضد ویکسینو د منظورۍ لپاره د ۲۲ غړو په پېنل یا ډله کې ۱۷ د دغه وېکسین په حق کې رایې ورکړي، څلورو یې پرضد او یو غړي بیا دا پوښتنه راولاړه کړې چې دغه وېکسین به د ۱۶ کالو او یا د دې نه د زیات عمر کسانو ته ګټه که تاوان زیات رسوي. کومو څلورو غړو چې یې مخالفت کوو د هغوي لویه اندېښنه دغه وېکسین د ۱۶ یا ۱۷ کالو د عمر کسانو ته ورکول وو، ځکه چې د دې وېکسینو دمطالعې او تجربې په وخت د ۱۸ کالو نه د کم عمره کسانو شمېره ډیره کمه وه. او ځیني ساېنسپوهانو دا ویرې ښودلي چې د دغه عمر په کسانو د دې د اثر په اړه زیات معلومات نه دي ترلاسه شوي. د څو ساعتو په دغې بحث کې د یادو وېکسینو په ځیني خلکو باندې الېرجک ریکشن په اړه خبرې شوي کوم چې روانه اونۍ په برتانیه کې ریکارډ شوی. د اېف ډي ای لخوا د دغه وېکسینو د منظورۍ ستاېنه بیا د امریکا صدر منتخب جو باېډن هم کړې. په یو بیان کې جو باېډن ویلي ٫٫ نن د اېف ډي ای لخوا په بیړني حالاتو کې د فاېزر او باېو ان ټېک د وېکسینو منظوري ورکول د وبا په دې تور وخت کې لویه رڼا ده.٬٬

په دغه بیان کې وړاندې هغه ټولو ساېنسپوهانو مننه هم شوې چا چې د دغه وېکسین جوړولو کې شپه او ورځ کار کړی او زیاته کړې یې ده چې ٫٫ د ساېنس له سببه نن مونږ دې ځاې ته راورسیدلو.٬٬ د یادو وېکسینو د منظورۍ وروسته به د امریکا حکومت د دې ۶.۴ میلینه خوراکونه په سمدستي توګه په خوروي او د صحت کارکونکو ته به تر ټولو وړاندې ورکړل کیږي څوک چې دا مهال دکرونا ناروغانو خدمت کوي.‌ د امریکا پوځ ته ورکړل کیدونکي ۴۴ زره خوراکونو کې به هم لومړی د صحت کارکونکي مخکې کیږي.

د پینټاګان یو ویاند روانه اونۍ خبریالانو ته ویلي وو ، که د اېف ډي ای لخوا د ویکسینو منظوري ورکړل کیږي نو په دوو ورځو کې دننه خپلو خلکو ته دغه وېکسین رسوي.‌ په لومړيو کې به دغه ویکسین په خلکو ته په خپله خوښه ورکول کیږي، خو که چرې دغه ویکسینو ته مکمله لاېسنس ترلاسه شي نو دا امکان شته چې بیا په هر چا لازمي شي.

د فاېزر او باېو اېن ټېک د کرونا وبا پرضد د وېکسینو جوړولو په منډه کې تر ټولو وړاندې وېکسین دي. په ګرده نړۍ کې برتانیه لومړی غربي هیواد دی چرته چې روانه اونۍ په لویه کچه د ویکسینو ورکول شورو شوي. د برتانیې حکومت تیره اونۍ د دغه ویکسینو د ورکولو منظوري ورکړې وه.

کېنېډا هم دوه ورځې وړاندې د فاېزر او باېو اېن ټېک لخوا د کرونا پرضد ویکسینو د منظورۍ اعلان کړی وو چې تر مخه به یې د کینیډا خلک راروانه اونۍ د کرونا وېکسین ترلاسه کول شورو کړي.

د برتانیې او بحرین نه وروسته به کېنېډا دریم هیواد شي چې د فاېزر د وېکسینو د ورکولو منظوري یې ورکړې.

XS
SM
MD
LG