لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي اېن اېن خبریال د ژوندۍ خپرونې په مهال ګرفتاري


د سي اېن اېن په وېب پاڼه وډیو کې لیدل کېږي چې خبریال عمر جېمنېز لاسونو ته پولیس په داسې مهال هتکړۍ ور واچوي چې هغه د کېمرې مخې ته ولاړ وي او په ژوندۍ بڼه په سټوډیو کې د همکارانو سره د مېنیاپلس د احتجاج حال شریکوي
د سي اېن اېن په وېب پاڼه وډیو کې لیدل کېږي چې خبریال عمر جېمنېز لاسونو ته پولیس په داسې مهال هتکړۍ ور واچوي چې هغه د کېمرې مخې ته ولاړ وي او په ژوندۍ بڼه په سټوډیو کې د همکارانو سره د مېنیاپلس د احتجاج حال شریکوي

د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن خبریال او د هغه د عملې غړي د جمعې په ورځ پولیس په داسې مهال ګرفتار کړل چې د مېنېسوټا ریاست په مېنیاپلس ښار کې د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د وژل کېدو وروسته د احتجاج یې په ژوندۍ بڼه خبرونه وړاندې کول.

د سي اېن اېن په وېب پاڼه وډیو کې لیدل کېږي چې خبریال عمر جېمنېز لاسونو ته پولیس په داسې مهال هتکړۍ ور واچوي چې هغه د کېمرې مخې ته ولاړ وي او په ژوندۍ بڼه په سټوډیو کې د همکارانو سره د مېنیاپلس د احتجاج حال شریکوي. پولیس بیا د سي اېن اېن پروډیوسر او د تصویرانو خبریال هم ونیسي او هتکړۍ ورلګوي.

د سي اېن اېن د عملې ګرفتاري په ژوندۍ بڼه په ټېلې وژن ښودل کېږي او په سټوډیو کې د دوی یو همکار وايي چې د ژوندۍ خپرونې په وخت د خبریال ګرفتاري یې په لومړي ځل ولیدله."ما داسې کار د دې وړاندې نه و لیدلی."

د سي اېن اېن خبریال او د هغه عمله لږ وخت وروسته بغېر د مقدمې ازاد کړی شول او د مېنېسوټا ګورنر د سي اېن اېن نه بخښنه وغوښته.

خو د مطبوعاتو د ازادۍ ادارو د ریاستي پولیس د ګام غندنه وکړه.

د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس مشر کارلوس مارټېنز وویل خبریالان دا ‌ذمه واري په غاړه لري چې بغېر د څه ویرې د ولس د لچسپۍ په موضوعاتو خبرونه وړاندې کړي چې پکې د مظاهرو خبرونه هم شامل دي. هغه وویل د سي اېن اېن د عملي په ګرفتارۍ کې ویرولو تاثر ښکاره کېږي.

رېپورټرز ود اوټ بارډرز نومې د خبریالانو د ازادۍ ادارې وویل د خبریالانو ګرفتاري د هغوی د رای د ازادۍ خلاف ورزي وه او چارواکي دې دا خبره یقیني کړي چې داسې ډول "غیراییني" ګامونه بیا وانخیستل شي.

د ادارې د امریکې څانګې مشرې دوکي فاسحیان وویل "د امریکې په خاوره د خبریالانو ګرفتاري د تشویش وړ ننداره ده او په امریکا کې د مظاهرو په مهال دا (ګرفتارۍ) زیاتېږي، او دا هغه ملک دی د پرېس د ازادۍ تر ټولو سخت حفاظتونه لري."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG