لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې موجودې ترهګرې ډلې د افغانستان امنیت ته غټ خطر دی: امریکايي جنرال


د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ (سینټ کام)مشر جنرال جوزف ووټل ویلي د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې تر ۲۰ پورې ترهګرې ډلې فعاله دي او په دغو کې اووه په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

جنرال جوزف د امریکا سینټ د دفاعي چارو کمیټۍ ته د یوې اورونې پرمهال تیره ورځ دعوه کړی ٫٫ تر څو چې دغه ترهګرې ډلې په پاکستان کې پناه ځایونه لري، دغه په افغانستان کې د اوږد مهاله امنیت لپاره غټ خطر دی.٬٬

د سینټ کام مشر ویلي په پاکستان کې میشتو ترهګرو ډلو لخوا په هند کې د بریدونو فکر مندۍ او دې ته د هند لخوا په ممکنه توګه ښکاره کیدونکی عکس العمل د دواړه هیوادونو تر مینځه د جګړې امکانات سوا کولی شي.

جنرال جوزف خبرداری ورکړی د هند او پاکستان تر مینځه روان تاو تریخوالی نیوکلیایي جګړې ته رسیدی شي، ځکه چې دغه دواړه هیوادونه نیوکلیايي وسله لري.

د امریکا د کانګرس د خارجه چارو ضمنی کمیټۍ مشر ټیډ پو د انګریزۍ ژبې مجلې (دي نیشنل انټرسټ) کې وروستي خپل مضمون کې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې ته خبرداری ورکړی چې پاکستان سره دې د یو ملګري هیواد په توګه اړیکې نه زیاتوي. ځکه پاکستان د ترهګرو ملاتړ کونکی هیواد دی.

په داسې حال چې په واشنګټن کې یو وارې بیا په افغانستان کې د امریکاييعسکرو شمیرې سوا کولو په اړه بحثونه روان دي، د امریکا وتلی ورځپاڼې نیویارک ټایمز یوې تازه اداریه کې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې نه غوښتنه کړی، افغانستان کې دې د عسکرو شمیره کې اضافې فیصلې کولوپرځاې دې نوې سټراټیجۍ ته پام وګرځوي.

اداریه وايي د افغانستان په نوې سټراټیجۍ کې دې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه په پاکستان کې د ترهګرو پټ ځایونه ختمولو، افغانستان کې د پوځ صلاحیتونو ښه کولو او د بډو رشوتونو مخ نیوي مسلې ته ځواب اوايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG