لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا خپلو کمانډرانو ته پاکستان کې دترهګرو دځالو تباه کولو واک ورکوي


دامریکا سپینې ماڼۍ ویلي د ټرمپ انتظامیه سویلي ایشیاء دپاره داعلان کړل شوې تګلارې له مخې پاکستان اؤ افغانستان کې دترهګرو د خوندي ځالو له مینځه وړلو دپاره سیمه کې موجودو امریکایي کمانډرانو ته واک اؤ تجهیزات ورکوي.

تیرکال د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان دپاره داعلان کړل شوې تګلارې مقصد طالبانو ته ماتې ورکول اؤ دافغان دولت ځواکمني پیاوړي کول ښودل شوي وؤ.

ددغه نوې تګلارې له مخې دپاکستان قبائیلي سیمو کې د ترهګرو په ځالو بریدونو کې بریدونو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ په دغو بریدونو کې د حقاني ترهګرې شبکې د یو شمیر کمانډرانو د وژل کیدو دعوې هم شوي دي.

پاکستان اؤ افغانستان دپاره دټرمپ انتظامیې په نوې تګلاره کې که هرڅو نه وؤ ویل شوي چې پاکستان کې به د ترهګرو دځالو په ضد امریکایي کمانډرانو ته اختیار ورکوي خو تیره شپه د سپینې ماڼۍ نه په یو بیان کې ویل شوي چې سیمه کې موجودو امریکایي کمانډرانو ته به پاکستان کې د ترهګرو د ځالو دله مینځه وړلو دپاره ټول واک اختیار ورکول کیږي.

بیان وایي امریکایي کمانډرانو ته به دسویلي ایشیاء دپاره دامریکایي تګلارې په اساس پاکستان اؤ افغانستان کې دترهګرو دپټو ځالو دله مینځه وړلو دپاره هاغه ټولې وسیلې ورکول کیږي چې دوئ ورته اړتیا لري.

دامریکا صدر خپلو ائتلافیانو ته په ډاګه کړې ده چې دترهګرۍ ملاتړ کوونکي یا همکاران هیڅکله دامریکا ملګري نه شي کیدلی.

د روان کال په لمړۍ سحر دامریکا صدر ښاعلي ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټویټ کې په پاکستان ټکونه کړي وؤ چې بیلابیلو وختونو کې یې امریکا نه په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره یې هاغه ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې امریکا یې افغانستان کې په ضد په جګړه بوخته ده.

وروستو امریکا په پاکستان د ټولو پوځي اؤ امنیتي مرستو دتړلو اعلان وکړو اؤ شرط یې کیښوو چې دڅه کم دوؤ اربو ډالرو دغه مرستې به تر هغې پاکستان ته نه ورکول کیږي ترڅو چې یې خپلې خاورې نه دحقاني شبکې اؤ‌طالبانو دخوندي ځالو ختمولو دپاره دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي

تیره ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپله وینا کې دکانګریس نه دداسې قانون سازۍ غوښتنه کړې وه چې له مخې یې امریکایي مرستې یوازې دامریکا دګټو دپاره وکارؤل شي اؤ ویلي وؤ دغه مرستې باید یوازې دامریکا ملګرو ته ورکړل شي نه چې دښمنانو ته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG