لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بشيربلورپه مرګ افسوس څرګند کړی


په بشير احمدبلور دترسره شوي ځانمرگي بريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.
په بشير احمدبلور دترسره شوي ځانمرگي بريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.
امریکا دخيبرپښتونخوا دسينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور په مرګ د افسوس څرګندونه کړي ده.
په اسلام آباد کي د امریکا سفارتخاني لخوا خپور شوي یو بیان کي امریکایي سفیر رچرډ اولسن د بشیر احمد بلور په مرګ خفګان خودلي او د هغه د کورنۍ سره یي تعزیت کړی دی.
ښاغلي اولسن په خپل بیان کي بشیر بلور ته د عقیدت پیرزونی وړاندې کړي او زیاته کړی خدای بخلې یو زړه ور ، باهمته او د ویرې د سیاست خلاف وو. په بیان کې په بشیر بلور شوي برید غندنه شوي .
وړاندې ددې نه د پاکستان صدر آصف علي زرداري، د پاکستان وزیر اعظم راجه پرویز اشرف، افغان صدر حامد کرزي او د پاکستان ګنړو سیاسي مشرانو په ګډون د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون د ارواښار بشیر احمد بلور د مرګ غندنه کړ ی ده.
د ملګرو ملتونو سر منشي د دفتر لخوا جاري شوي یو بیان کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني اولس د ترهګرۍ پرضد روانه مبارزه کې د ورکړو قربانو ستاینه او د اداری لخوا د پاکستان د پوره مرستو ژمنه شوی. بیان کې د بشیر احمد بلور د کورنۍ سره پدغه غمجنه پیښه غمرازي کړی.
بشيراحمدبلور دخيبرپښتونخوا دحکومت په کابينه کې دپارټۍ په کچ تر ټولو سينئر گڼل کيدو او کله چې عوامي نيشنل گوند دحکومت چارې سمبالولې نو په هاغه مهال دپارټۍ زياترو سينئر فعالينو دا گيله کړې وه چې ولې هغه دوزيراعلي په منصب ونۀ گمارل شو.
په بشير احمدبلور دترسره شوي ځانمرگي بريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG