لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کابل برید غندلی، طالبانو يې پړه منلې


امریکا د افغانستان په سرښار کابل کې شوې خونړی برید په سختو ټکو کې غندلی او دغه يې يو وحشي ګام بللی. اخوا افغان طالبانو د کابل خونړي برید پړه په غاړه اخستې.

په کابل کېد امریکا يي سفارت لخوا خپور شوي یو بیان کې د امریکا سفیر جان باس د خلې ویل شوي ٫٫ زمونږ دعاګانې او همدردۍ د وژل شوو او ژوبلو خلکو د کورنیو سره دي. د امریکا حکومت د کابل د باتور اولس سره په دې غم کې کلک ولاړ دی.٬٬

اخوا افغان طالبانو د کابل خونړي برید پړه په غاړه اخستې.

د طالبانو یو ویاند مطبوعاتو ته ویلي د دغه برید حدف د افغان امنیتي عسکرو یوه ګڼه وه.

کابل برید
کابل برید

دافغانستان سرښار کابل نن یوځل بیا یوې درنې بمي چاودنې لړزولی اؤ چارواکي وایي په دغه چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمیره ۹۵ ته رسیدلې. د افغانستان د روغتیا وزارت تر مخه په چاودنه کې د ۱۴۰ نه سېوا کسان ژوبل شوي هم دي.

چاودنه د شنبې یا خلي په غرمه دشهرنو په سیمه کې دکورنیو چارو د وزارت دپخوانۍ ودانۍ ترڅنګ دجمهوریت روغتون مخې ته په یو سړک شوې ده.په شهرنو کې چې په کوم ځایې کې دغه چاودنه شوې هلته دسولې عالي شورا اؤ دکابل دامنیه قوماندانۍ دفترونه هم دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چاودنه دچاودیدونکو موادو نه د ډک یو ایمبولنس دلارې ترسره شوې ده.

د افغانستان ګاونډي پاکستان چې تل پری تور لګي چې هغه وسله والو له پناه ورکوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي هم د کابل برید غندلی او د برید اغیزمنو خلکو کورنیو سره يې غمرازي کړې.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخواخپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ د بې ګناه خلکو پرضد د ترهګرۍ داسې ګامونه هیڅ جواز نه لري. مونږ د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره د ریاستونو ترمنځ په ګډه د هڅو کلو ټینګار کوو.

د چاودنې نه وروسته امنتیي ځواکونو اؤ مرستندویه فعالین د پیښې ځایې ته رسیدلي ‌اؤ چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته انتقالوي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دامنیت وضعه په چټکتیا سرهخرابیدو په لوري روانه شوې ده اؤ تیره اوونۍ دکابل په انټرکانټینینټل هوټل یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ؤ بهرنیو وګړو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه هم طالبانو په غاړه اخستې وه.خو افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دبرید پلان دترهګرې شبکې حقاني وسله والو په پاکستان کې تیار کړی ؤ.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په افغانستان کیدونکي بریدونه په پاکستان کې پلان کیږي اؤ دپاکستان په خاوره کې هاغه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري چې په افغانستان بریدونه کوي خو پاکستان دافغان حکومت دغه دعوه ردوي اؤ دا دافغان حکومت خپله کمزوري ګرځوي.

امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځې مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي تر هاغه وخته به پاکستان ته پوځي اؤ امنیتي مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستئ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG