لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : جان بوئنر نوې سپېکر ټاکل شوې


واشنگټن : جان بوئنر نوې سپېکر ټاکل شوې
واشنگټن : جان بوئنر نوې سپېکر ټاکل شوې

د امریکا د 112م کانگرس نوي او بیا ټاکل شووغړو نه د څوگند اخستو لېاره د کانگرس غونډه د شورو په ورځ په واشنگټن کې شوې. د نومبر په میاشت کې شوي د مينځنۍ مودې ټولټاکنو کې ري پبلکن گوند د پارلمان په ښکتني ايوان کې اکثريت تر لاسه کړې دې او د اوهایو نه د ري پبلېکن گوند استازې جان بوئنر نوې سپکیر وټاکل شو. پخواني سپېکره او د کېلفورنیا نه د ډیموکرټیک گوند استازې نېنسي پلوسي به اوس د مخالف ډلې مشري کوي. ري پبلکن گوند په برني ايوان يا سينيټ کې هم ځان مضبوط کړی دې. ري پبلېکن گوند پلان لري چې صدر براک اوباما د روغتيا په نظام کې د اصلاحاتو قانون ختم کړي. صدر براک اوباما او د هغه ډیموکرټیک گوند چې سېنټ کې اکثریت لري د روغتيا په نظام کې د اصلاحاتو قانون د اوباما انتظاميې يو مهم برياليتوب گرځوي. داستازو په ايوان کې ري پبلکن گوند مشر او نوې سپېکر جان بوئنر په خپله وینا کې وویل نوې کانگرس به امریکایي اولس ته حکومت بېرته ورکوي. ښاغلې بوئنر د صدر روغتیا په پروگرام نېوکې کوي او د غه قانون د روزگانو ختمونکې او زیات گران بیا گرځوي. داسې امکان کم دې چې د د روغتيا په نظام کې د اصلاحاتو قانون به ختم کړل شي خو څېړرنکي وایي ري پبلکن گوند کولې شي دغه نظام لپاره فنډ ورکولو لاره نیولو کې بریالې شي. صدر اوباما ویلی نوي کانگرس سره د روزگار د موقعو پيدا کولو او دمعيشت په ښه والي لپاره کار کولو ته تیار دی. 

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG