لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کانګرس د بايډن بريا تاييد کړه، په 20 جنورۍ به سوګند پورته کوي


د امریکې کانګرس د نوي منتخب صدر جو بايډن او مرستيالې کامله هېرس د درېم نومبر په صدارتي انتخاباتو کې بريا تاييد کړه، د کوم وروسته چې به بايډن په په 20 جنورۍ د امریکا د صدر د څوکۍ سوګند پورته کړي، هغه به د امریکا 46 صدر وي.

د امریکې برني اېوان سېنېټ او د استازو اېوان د زیارت/پنجشنبې د سهاره پورې په ګډه غونډه کې د بايډن بريا تاييد کړه.

په غونډه کې د امریکا د ټولو 50 ریاستونو اليکټورل ووټونه وړاندې کړی شو او د کانګرس غړو يې تاييد وکړو.

په غونډه کې د صدر ټرمپ د ګوند ريپبلکن غړو په ځينو رياستونو کې د د بايډن په ګټه اعتراضونه کړي خو اېوان بيا په ګډه رد کړي دي.

بايډن د درېم نومبر په صدارتي انتخاباتو کې 306 او ټرمپ 232 اليکټورل ووټونه ترلاسه کړي وو، د امریکا د صدر جوړېدو دپاره 270 ووټونه ترلاسه کول وي.

د اليکټورل ووټونو د کانګرس نه د تایېد وروسته د صدارتي انتخاباتو عمل پوره شو.

بل لور ته صدر ټرمپ چې د بايډن د ګټې نه انکار کوي د شورو/ چهارشنبې په ورځ يې خپلو پلويانو ته ويلي ؤ چې صدارتي انتخابات غلا شوي دي او هغه به ماتې ونه مني.

وروسته د صدر ټرمپ پلويان د کانګرس په ودانۍ ورغلي وو، چې له امله يې غونډه ځنډېدلې او څو ساعته وروسته بيا امنيتي ځواکونو د کانګرس ودانۍ هلته د ورغلو خلکو نه پاکه کړې او بيا غونډه روانه شوې وه.

راپورونه وايي د کانګرس په ودانۍ [کېپټل هل] د خلکو ورختو او پوليس سره نښتو کې يوه ښځه مړه شوې هم ده.

په دغه مهال صدر ټرمپ يوه ویډيو خپره کړې چې پکې نوموړي په خلکو غږ کړی چې پرامنه پاتې شي او د پوليس مرسته وکړي هغه ويلي چې اړی ګړی دې نه جوړوي.

ټويټر د صدر ټرمپ ويډيو لرې کړې او ويلي يې ؤ د هغه ويډيو د پارولو سبب ګرځي او ټويټر بيا د خپلې پاليسۍ په سرغړونه د صدر ټرمپ ټویټر اکاؤنټ د 12 ساعتونو دپاره بند کړی دی.

په کېپټل هل د خلکو ورختلو عمل د امریکا پخواني صدر جارج ډبليو بش، باراک اوباما او د نړۍ يو شمېر مشرانو غندلي وو.

XS
SM
MD
LG