لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس غړو د کانګرس په ودانۍ د یرغل د تحقیقاتو غوښتنه وکړه


د ماسپښين یوې نېمې بجې پورې کېپيټل پولیس په خلکو غږ کوولو چې د ایوان نمایندګانو د دفتر یوه وداني او د لایبرېري اف کانګرس وداني خالي کړي
د ماسپښين یوې نېمې بجې پورې کېپيټل پولیس په خلکو غږ کوولو چې د ایوان نمایندګانو د دفتر یوه وداني او د لایبرېري اف کانګرس وداني خالي کړي

د امریکې د کانګرس په ودانۍ د مظاهره کوونکو د یرغل په لړ کې ۵۲ کسان پولیس ګرفتار کړي، په پېښه کې ۱۴ قانون عملي کوونکي افسران زخمیان شوي او د کانګرس غړو د پېښې د تحقیقات غوښتنه کړي ده.

د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین په کانګرس کې د نومبر په دریمه نېټه شوي د صدارتي انتخاب د نتېجې په رسمي توګه د تایدوولو دپاره د سېنټ او د اېوان نمایندګان یا د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غونډه د نایب صدر مایک پېنس په مشرۍ کې شروع شوي وه.

په دغه مهال هم په واشنګټن کې د صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو احتجاج کوو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، د ورځې واقعات په داسې حال کې شروع شول چې صدر ټرمپ د وایټ هاوس سره نژدې د پلویانو غونډې ته وویل چې د صدارتي انتخاب د نتېجې خلاف به جګړه جاري ساتي.

صدر ټرمپ وویل هغه به د صدر په حېث پرځای وي او کوښښ به کوي چې ريپبلېکن پارټۍ ته هغه حوصله ورکړي چې د هغه په قول هېواد د بېرته اخیستلو دپاره ورته اړتیا لري.

د ماسپښين یوې نېمې بجې پورې کېپيټل پولیس په خلکو غږ کوولو چې د ایوان نمایندګانو د دفتر یوه وداني او د لایبرېري اف کانګرس وداني خالي کړي.

د کانګرس غړو ته وویل شو چې ځانونه محفوظ کړي، دوازې دې جندره کړي او د کړکو دې د ځانونه لرې وساتي. په ټېلې وژن د پېښې په وډیو کې لیدل کېږي چې احتجاج کوونکي د پولیس نه په شمېره کې ډیر زیات دي او احتجاج کوونکي په لاره کې د خڼدانونه تېرېږي او د کانګرس ودانۍ ته دننه تللو دپاره کړکي ماتوي.

که څه هم د کانګرس ځینو غړو د پولیس د اقداماتو ستاینه وکړه خو ځینو بیا پرې تنقید هم وکړو او وه یې وېل چې پولیس ته معلومه وه چې د شورو، چهارشبنې، په ورځ به په واشنګټن کې احتجاج کېږي خو بیا یې هم په مناسب ډول تیاری نه و کړی. سېنټر کرس مرفي وویل د پېښې داسې ډیر وډیوز به وي چې د ستاینې د ګامونو ترڅنګ به د تشویش وړ منظرونه هم ښايي. "مونږ مکمل تحقیق غواړو چې د کېپېټل ( کانګرس) امنیت څنګه دومره زر وشلول شو." د کانګرس غړي ټېم راین وویل داسې لیدل کېږي چې په ماهرانه طریقه تیاری نه و شوی په داسې حال کې چې معلومه وه په واشنګټن کې به احتجاج کېږي. د کانګرس غړي الهان عمر وویل د ملک په امنیت اربونو ډالر مصرفیږي خو قانون عملي کوونکي ادارې د قام د سرښار په تحفظ کې ناکامه شول. هغه وویل دا د قبلوولو خبره نه ده. احتجاج کوونکې څو ګنټې د کانګرس په ودانۍ کې موجود وو او د هاوس سپېکرې نېنسي پلوسي دفتر ته هم ورغلي وو چې پولیس ووېستل نو په ودانۍ کې ماتې دروازې او مات فرنیجر لیدل کېدلو. د ماښام شپږو بجو پورې پولیس د کانګرس وداني په خپل کنټرول کې واخیستله.

پولیس وویل ۵۲ کسان ګرفتار کړی شوي او د پولیس ۱۴ افسران زخمیان شوي دي.

د واشنګټن میرې یا ښاروالې مېرین باوزر د کرفیو یا ګرځبندیز اعلان وکړو او قریباً نهه بجې د صدارتي انتخاب نتېجه په رسمي ډول تاییدوولو دپاره د کانګرس غونډه بیا شروع شوه.

د شورو، چهارشنبې، ورځ چې ختمه شوه او د زیارت، پنجشنبه، شروع شوه نو کانګرس د نوي منتخب صدر جو بايډن او د نایب صدرې کامله هېرس د درېم نومبر په صدارتي انتخاباتو کې بريا تاييد کړه.

بایډن او هېرس به په 20 جنورۍ د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي. بایډن به د امرېک 46 صدر وي.

د کانګرس په غونډه کې د امریکا د ټولو 50 ریاستونو اليکټورل کالج ووټونه وړاندې کړی شوو او د کانګرس غړو يې تاييد وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG