لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک به کانگرس ته د "لېبره" په اړه معلومات ورکوي


د فېس بک مالک او مشر مارک زکربرګ
د فېس بک مالک او مشر مارک زکربرګ

د فېس بک مالک او مشر مارک زکربرګ به دا میاشت د امریکې ګانګرس ته د فېس بک د مجوزه نړيوال ډیجیټل کاین یا سیکې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د کانګرس د مالي خدماتو کمیټۍ په یو بیان کې ویلي دي چې د کانگرس په اورونه کې به مارک زکر برګ دې پوښتنو ځوابونه وايي چې د فېس بک د مجوزه کرنسۍ به په هاوسنګ سیکټر یا د کورونو په مد او په مالي خدماتو څه اثر وي؟

امریکايي او یورپي قانون سازانو لېبره نومې د فېس بک په پلان شوي کرنسۍ سخت تنقید کړی دی.

د فېس بک د ډېجېټل کرنسۍ د څانگې مشر ډیوډ مارکس د سږ کال په شروع کې د امریکې کانګرس د بینکینګ کمیټۍ ته خپله وینا کې ویلي وو چې دا کریپټو کرنسي به د تنظیمی منظورۍ نه بغیر نه پیلیږي.

مارکس او د فېس بک نورو اجرایانو دعوه کړی چې د ډیجیټل کرنسۍ له وجې به په نړۍ کې د پېسو په لېږلو او رالېږلو خرچه کمه شي او د هغو خلکو مرسته به هم وشي چې بینک ته رسایي نه لري.

د فرانس مالي او اقتصادي وزیر برونو لي میري، خبرداری کړی چې په اوسني حالاتو کې لېبره کرنسي د حکومتونو مالي واکمنۍ لپاره یو لویه خطره ده او په یورپ کې به ورله اجازت ورنکړی شي.

تېره اونۍ، د ډیجیټل تادیاتو یا د اداګیو یوې اداری پی پال، ویلي چې هغه به د هغه شرکتونو او سازمانونو اتحاد نه وځي کم چې د لیبره د پرمختیا لپاره کار کوي. او د فېس بک په حیثییت یې هم پوښتنې راپورته کړي چې ایا فېس بک دومره حیثیت لري چې د راروان کال په اوله کې د ډیجیټل سیکې لیبره پلان ته عملي شکل ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG