د امریکایي کانګرس د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ د منځني ختیځ، شمالي افریقې او منځنۍ اېشیا د چارو ذېلي یا لاندینۍ کمېټۍ ته ویلي چې د مارچ پر 20مه د پاکستان تر انتخاباتو وروسته حالاتو په اړه اورېدنه وکړي.
دې اورېدنې ته د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یا سټېټ ډیپارټمنټ مرستیال سیکرټري ډانلډ لو د ګواه په توګه وربلل شوی دی.
د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ د ویبپاڼې د خبر له مخې دې اورېدنې ته د «پاکستان له انتخاباتو وروسته: په پاکستان کې د جمهوریت د مستقبل ارزونه او د پاکستان او امریکې اړیکې» سرلیک ورکړل شوی دی.
دا اورېدنه وروسته له هغه کېږي چې په پاکستان کې د اتم فرورۍ تر انتخاباتو وروسته ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه په انتخاباتو کې د "درغلۍ" تور لګوي خو د انتخاباتو کمیشن او نګران حکومت دغه تورونه رد کړي او ټاکنې یې رڼې ګڼلې وې.
په دغو ګوندونو کې تر ټولو لومړی د مخکیني وزیراعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف دی چې که څه هم ملاتړو امیدوارانو یې په مرکز او صوبو کې ډېرې څوکۍ ګټلې دي خو وایي په لویه پیمانه یې څوکۍ یا مېنډېټ ترې اخیستل شوی دی.
د پاکستان په ټاکنو او نتایجو کې د "پراخې درغلۍ" تورونو ته په کتو د امریکې په ګډون ځینو هېوادونو د دغو تورونو د پلټنو غوښتنه کړې وه او د کانګرس ځینو غړو د صدر بایډن له حکومته غوښتنه کړې وه نوی حکومت دې د ټاکنو د اعتراضاتو په اړه تر رڼو پلټنو پورې په رسمیت نه پېژني.
د پاکستان نګران حکومت او د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو په اړه د پلټنو بهرنۍ غوښتنې رد کړې وې او د انتخاباتو کمیشن ویلي وو چې د درغلۍ د تورونو د پلټنو لپاره ټریبیونلز او عدالتونه شته.
د پاکستان په سیاست کې د ډانلډ لو ازانګه:
د کانګرس د استازو اېوان کمېټۍ ته د ګواه په توګه د ډانلډ لو وړاندې کېدو په پاکستان کې بحثونه را پارولي دي، ځکه چې له تېرو دوو کلونو د پاکستان په سیاست کې د دې امریکایي سفارتکار د نوم ازانګه اورېدل کېږي.
د عمران خان خلاف چې د 2022م کال په اپرېل کې په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک کامیابه شو او هغه د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې شو، د تحریک انصاف بندي مشر د دې ذمه واري پر امریکا ور اچوي.
عمران خان د خپل حکومت تر ختمېدو مخکې یوې جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې امریکایي سفارتکار ډانلډ لو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفیر ته د خپل هېواد د حکومت بدلولو ګواښ کړی وو.
امریکې بیا بیا د عمران خان دغه تورونه او دعوې رد کړې دي او وایي د پاکستان په سیاست کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
له هغه وروسته مخکیني وزیراعظم عمران خان هم په خپلو بېلابېلو مرکو کې له امریکې سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې وو چې "د سایفر معامله ختمه شوې ده او زه اوس مخته تللی یم".
په پاکستان کې تر انتخاباتو سمدستي وروسته د امریکې د کانګرس مختلو غړو د ټاکنو د شفافیت په اړه پوښتنې را پورته کړې.
څو ورځې وړاندې د کانګرس تر 30 زیاتو غړو صدر بایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ته په دې اړه یو خط هم لیکلی وو او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې د درغلیو تر شفافو پلټنو پورې دې د اسلام اباد نوی حکومت په رسمیت نه پېژني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر دې خط له تبصرې ډډه کړې وه او ویلي یې وو چې دا خط د امریکې قانون جوړوونکو د پاکستان حکومت یا کومې ادارې ته نه بلکې خپل حکومت ته یې لیکلی وو ځکه ورباندې څه نه وایي.
Forum