لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې د غلامۍ تاریخ د مطالعې دپاره کانګرس یو کمېشن جوړول غواړي


په واشنګټن کې د مارتن لوتر کنګ جونیر مجسمه. هغه د امریکې په تاریخ کې د نسلي امتیاز د خاتمې دپاره د خدماتو په سر یادېږي

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو ایوان به د شورو، چهارشبنې، په ورځ د قانون په یوه مسوده غور شروع کوي چې ترمخه به یې یو کمېشن یا داسې ډله جوړولی شي چې په ملک کې د غلامۍ د تاریخ مطالعه وکړي او په دې لړ کې د بحالۍ مناسب ګامونه تجویز کړي.

د وي او ای رپورټ وايي په کانګرس کې قانون سازانو د تېرو څو لسیزو راهسې د غلامۍ د مطالعې او د افریقې نه په زرو د راوستل شویو پخواني غلامانو اولادونو سره د تعصب چلند د مطالعې دپاره قانونې مسودې پېش کړي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې په کوم مجوزه قانون بحث شروع کېدونکی دی، دلاندې به یې د کال ۱۶۱۹ نه تر د موجوده وخت پورې غلامۍ او نسلي تعصب ته کتنه کولی شي.

د ایوان نمایندګان د عدليي چارو کمېټۍ ویلي په لومړۍ غونډه کې به د مجوزه قانون په بنیادي خبرو د بحث ترڅنګ په دې کې د ترمیم او صلاحاتو په اړه هم غور کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د قانون سازۍ په مهال چې کومه قانوني مسوده دغه پړاو ته ورسېږي نو معنا یې دا وي چې په دومره شمېره کې یې د کانګرس غړي ملاتړ کوي چې مکمل ایوان ته غور دپاره پېښ کړی شي.

مجوزه قانون ته د اېچ ار ۴۰ نوم ورکړی شوی دی.

د عدالتي چارو د کمېټۍ مشر جېرلډ نېډلر (ډېموکرېټ) وویل د قانون سازۍ مقصد د ماضي نه خبرېدل او نسلي پوهاوی زیاتول دي.

ښاغلي نېډلر وویل د غلامۍ نه ختمېدو نه ډېر وخت وروسته هم افریقايي امریکنیان د تعصب او غلامۍ ښکار کړی شوي وو چې عکاسي یې د دې قام په اقدارو او ادارو کې ښکاره کېږي. هغه وویل افریقايي امریکنیان د تعلیم، صحت، روزګار او کور ترلاسه کولو ترڅنګ یو شمېر نور سهولتونه ترلاسه کولو کې د تعصب سره مامخ کېږي چې سبب یې غلامي او د نېډلر په قول د حکومت په کچه د تعصب ملاتړ دی.

د کانګرس غړي شیلا جېکسن لي د غلامۍ د مطالعې دپاره د مجوزه قانون ملاتړ کوي، وايي امریکا به باالاخر د هغه سنګېن سماجي عدم توازن سره مامخ شي چې په افریقايي امریکنۍ ټولنه کې وجود لري او د حل لارې به یې ولتوي.

مېرمن شیلا جېکسن لي وویل که چېرې مجوزه کمېشن یا د غلامۍ تاریخ‌ د مطالعې دپاره ډله جوړه شوه نو دا به د هغو کوښښونو ملاتړ وکړي چې ځايي حکومتونو او غېر شخصي ادارو د مفاهمت او د غلامۍ په اړه د پوهاوي دپاره شروع کړي دي.

د قانون جوړیدو دپاره به هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان او سېنټ به د ووټونو دلارې مجوزه قانوني مسوده منظوره وي او بیا بې صدر جوبایډن لاس لیک کوي.

د وي او ای رپورټ وايي مجوزه کمېشن به د غلامۍ د ملاتړ دپاره د وفاقي او ریاستي حکومتونو د کردار او د غلامانو د اولادونو سره د متعصبانه قوانینو مطالعه کوي. کمېشن به په افریقايي امریکایانو د غلامۍ اثراتو ته هم کتنه کوي.

XS
SM
MD
LG