د امریکې کانگرس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په اړه اورونه بیا پېل کوي او د تېرو اورونو برعکس به دا د تړل شویو دروازه پشا نه وي.
د کانگرس د یوان نمایندگان یا د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د استخباراتي چارو کمېټي د دغه اورونې سرپرستي کوي.
تر اوسه پورې د مواخذې د تحقیقاتي ارونې توجه د یوکراین په اړه د صدر ټرمپ د حکومت تگلاره ده.
په تېرو څو هفتو کې د بندو دروازو په شا پخواني او موجوده سفارتکارانو او قانون سازانو د کانگرس په دغه اورونه کې بیانونه ورکړې دي خو دا به لومړی ځل وي چې عام خلک به په کانگرس کې دغه پروسته نیغ په نیغه لیدلی او اورېدلی شي.
ټاکل شوې ده چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د کانگرس په اورونه کې په یوکرېن کې د امریکې سفیر ویلیم ټېلر او د یوکرېن د چارو مشر جورج کېنټ خبرې کوي.
د کانگرس د کمېټۍ مشر د ډیموکرېټک پارټۍ اېډم شېف ویلي ټېلر او په یوکرېن کې د امریکې پخوانۍ سفیره مېري یووانویچ د تېرو څو لسیزو راهسې د هیواد خدمت کوي او دا ضروري ده چې دوی کانگرس او د امریکې ولس خبر کړي چې دوی څه لیدلي او د کوم ډول تجربو نه تیر شوي دي.
د ښاغلي ټېلر او د ښاغلي کېنټ نه علاوه یو دریم عیني شاهد به د جمعې په ورځ کانگرس ته خپل بیان وړاندې کوي.
ښاغلي ټېلر او کېنټ ویلي صدر ټرمپ د یوکرېن په صدر ولادومېر زلنسکي فشار اچولو چې د ٢٠٢٠ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د هغه حریف جوبایډن په اړه دې د کرپشن یا بډو رشوتونو تحقیقات شروع کړي او بیا به هغه یوکرین ته د ٣٩١ مېلین ډالرو پوځي امداد اجازت ورکړي.
د شورو په ورځ په کانگرس کې د اورېدنې نه وړاندې د صدر ټرمپ واکمن ریپبلېکن گوند د کانگرس خپلو غړو ته په ورکړی شوي یاداشت کې دوی به د ښاغلي ټېلر او ښاغلي کېنټ په وینا سختې پوښتنې راپورته کوي او په دې خبره په زور اچوي چې صدر ټرمپ په حقیقي معنو کې په یوکرین کې د اداري فساد ختمیدل غوښتل او دا چې په دې لړ کې د هغې شکوک وشبهات پرځای وو او هغه په مناسبه توگه د یوکرېن پوځي امداد ایسار کړی و.
د جولايي په میاشت کې د صدر زلنسکي سره په ټېلي فون خبرو کې صدر ټرمپ د یوکرېن صدر نه وغوښتل چې د هغه سره یو ښه وکړه چې اشاره یې جوبایډن او د هغه زوي په اړه تحقیقاتو ته وه. صدر ټرمپ دا هم وویل چې یوکرېن دې دا خبره ومني چې د کال ٢٠١٦ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې خارجي لاس وهنې په اړه یې هم تحقیقات شروع کړې دي. صدر ټرمپ دغه ووټونه گټلي او هغه د امریکې د استخباراتي ادارو دا خبره ردوي چې په دغو انتخاباتو کې روس مداخلت کړی و.
خو د ریپبلېکن پارټۍ یاداشت کې وېل شوي چې دوی به په څلورو ټکو د صدر ټرمپ دفاع کوي. په دغو ټکو یو دا دی چې د جولايي په ٢٥ په ټېلې فون د یوکرېن صدر سره د ډانلډ ټرمپ د خبرو نه دا نه څرگندیږي چې امریکايي صدر په یوکرېن د فشار اچولو کوښښ کړی و او دا چې دواړو صدرانو دا خبره منلې ده چې په خبرو کې فشار نه و. دا چې د دواړو صدرانو د خبرو په وخت یوکرېن ته دا نه وه معلومه چې پوځي امداد یې نیول شوی دی او دا چې د بایډن پلار او زوي په اړه د یوکرېن د تحقیقاتو شروع کولو بغیر دغه هیواد ته پوځي امداد ورکړی شو.
صدر ټرمپ د هغه خلاف د مواخذې د اورونې مخالفت کوي چې د امریکې په ٢۴٣ کلن سیاسي تاریخ کې یوازې څلورم د مواخذې بهیر دی. ټرمپ ټرمپ د کانگرس دغه کاروايي د "سکېم" یا د جعلي کاروايي په نوم یاده کړې ده.
د کانگرس د استخباراتي چارو کمېټۍ مشر او د ډیموکرېټک پارټۍ رکن اېډم شیف د ایوان نمایندگان ۴٣٥ غړو ته ویلي د مواخذې اورونه په ټېلې وژن ښودلو دلارې په حقایق د امریکې ولس ته وړاندې کړی شي.