لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیس په ولکه د افریقايي امریکني د مرګ او احتجاجونو وروسته کانګرس د پولیس په نظام کې اصلاحات کوي


تېره هفته صدر ټرمپ هغه صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پولیسو په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځ ته کېږي
تېره هفته صدر ټرمپ هغه صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پولیسو په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځ ته کېږي

د امریکې په پولیس نظام کې د اصلاحاتو په قانون سازۍ دا هفته په کانکرس کې د ووټونو امکان دی. د صدر ډانلډ ټرمپ واکمن ريپبلېکن پارټي او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټي د اصلاحاتو یو شمېر تجویزونه لري چې زیاتره نقطې یې مشترکې دي خو د دواړو ګوندونو په مجوزه قانوني مسودو کې ځېنې د اختلاف ټکي هم موجود دي.

ريپبلېکن پارټي په سنیټ کې او ډېموکرېټک ګوند په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوزی یا د نمایندګانو په ایوان کې اکثریت لري.

د پولیس په نظام کې د اصلاحاتو بېړني کوښښونه د می په ۲۵ نېټه د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې د ۴۶ کلن افریقايي امریکني جورج فلویډ د پولیس په ولکه کې د مرګ وروسته شروع شوي دي. فلویډ په داسې حال کې مړ شوی چې د ګرفتارۍ په مهال یې يو سپین پوستي پولیس افسر په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه وېل چې ساه نشي اخیستی.

د فلویډ د مرګ په سر احتجاجونو کې د نسلي تعصب او د پولیس د بې ځایه طاقت د استعمال غندنه او په پولیس کې اصلاحاتو غوښتنه کېدله.

د وي او ای انګریزۍ څانګه د پولیس اصلاحاتو په اړه د ريپبلېکن او ډیموکرېټک پارټیانو د مجوزه قانون سازۍ په لړ کې وايي د دواړو ګوندونو ترمنځ یو اختلاف د پولیس د استثنا د قانون په سر دی. دغه اصول د "کوالېفایډ اېمیونټي" اصول دی چې دلاندې یې د پولیس خلاف د شهري حقونو د خلاف ورزۍ شکایت په اسانه نشي درج کېدلی چې پکې د نسلې تعصب شکایت هم شامل دی.

ډیموکرېټک پارټي دغه اصول ختموول غواړي خو ريپبلېکن ګوند او خپله صدر ډانلډ ټرمپ یې مخالفت کوي.

د ډېموکرېټک ګوند د تجوزیر په اړه صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په هاوس اف رېپرېزېنټېیټیوز کې د ډېموکرېټک ګوند غړي داسې قانون منظورول غواړي چې د پولیس نظام به تباه کړي. هغه امید څرګند کړو چې د واکمن ریپبلېکن ګوند غړي به د دغه مجوزه قانون مخه ونیسي.

صدر ته په ځواب کې کانکرس غړي مېرمن کېرن باس وویل د دوی په مجوزه قانون کې پولیس دپاره لوړ معیار ټاکل شوی دی، پولیس ته به اضافي تربیه ورکول کېږي او داسې نظام به پرځای کولی شي چې د دندې نه لېرې کړی شوي پولیس افسران بیا وه نه ګمارل شي. هغې وویل یو شمېر ادارې د دوی د قانونې مسودې حمایت کوي.

د ایوان نمایندګان د عدليي چارو کمېټۍ مجوزه قانون سازي تېره هفته منظوره کړې ده او دا هفته امکان دی چې د ووټونو دلارې منظورۍ دپاره ایوان ته وړاندې کړی شي.

بلخوا په سنېټ کې د اکثریتي او واکمن ريپبلېکن ګوند مشر سنېټر مېچ میکانل ویلي هغه په هم دا هفته مجوزه قانون سازي دا هفته سنېټ ته د رایو ورکوولو دپاره پېښ کوي.

د دواړو ګوندونو په قانون سازۍ کې د پولیس افسرانو په بدن د لګېدلو کېمرو استعمال زیاتول، د قهرجنو خلکو دلاسه د خلکو وژل جرم بلل، د پولیس افسرانو تربیه زیاتوول او د زیاتو معلوماتو راټوول شامل دي.

سنېټر ټېم کاټن چې د ريپبلېکن پارټۍ له اړخه د قانون سازۍ د کوښښونو مشري کوي ای بي سي ټېلې وژن ته یې دا هفته وویل دواړه پارټۍ په ۷۰ فیصد نقاطو اتفاق کوي.

تېره هفته صدر ټرمپ هغه صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پولیسو په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځ ته کېږي.‌

ددغه صدارتي فرمان له مخې به د پولیسو ادارې وهڅول شي چې خپلو ټولنو ته د خدمت پر مهال لوړ مسلکي معیارونه وښيي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې وویل، "مونږ باید حساب ورکول ښه کړو، روڼوالی یا شفافیت زیات کړو او د پولیسو د روزنې، ګمارنې او له ټولنې سره د چال چلند په برخه کې پر هغوی زیاته پانګونه وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG